د انګلستان د كركټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۵ ميلادي كال د کرکټ د نړيوال جام سياليو په لړ كې په خپلې وروستۍ لوبې كې افغانستان ته ماتې وركړه. د دغې لوبې پچه د انګلستان لوبډلمشر وګټله او افغان لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه وكړه، خو د باران له كبله افغان لوبډلې يوازې ۳۶ اعشاريه ۲ اورونه
د انګلستان د كركټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۵ ميلادي كال د کرکټ د نړيوال جام سياليو په لړ كې په خپلې وروستۍ لوبې كې افغانستان ته ماتې وركړه.
د دغې لوبې پچه د انګلستان لوبډلمشر وګټله او افغان لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه وكړه، خو د باران له كبله افغان لوبډلې يوازې ۳۶ اعشاريه ۲ اورونه ولوبول، چې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو يې ۱۱۱ منډې وكړې.
د باران د دوام له كبله لوبڅاران دې ته اړ شول، چې د ډي ايل اېس پرېكړه وكړي، چې له مخې يې د انګلستان لوبډلې ته په ۲۵ اورونو كې د ۱۰۱ منډو هدف وټاكل شو.
د انګلستان لوبډلې دغه هدف په ۱۸ اعشاريه يو اورونو كې د يو لوبغاړي په سوځېدو پوره كړ او دغه سيالي يې وګټله.
افغانستان او انګلستان د كركټ د نړيوال جام په روانو سياليو كې شپږ شپږ لوبې كړي، چې انګلستان دوه او افغانستان يوازې يوه لوبه ګټلې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ