ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله نن د ۲۰۱۵ كال د کرکټ د نړيوال جام سياليو په لړ كې په اسټراليا كې د انګلستان له لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي.
ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله نن د ۲۰۱۵ كال د کرکټ د نړيوال جام سياليو په لړ كې په اسټراليا كې د انګلستان له لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي.
تمه ده دغه لوبه نن سهار ۸ بجې پيل شي.
د انګلستان د كركټ لوبډلې ويلي، چې د افغانستان په وړاندې به له خپل ټول زوره كار واخلي.
د دې لوبډلې په وينا، افغان لوبډلې ته به، چې لږه تجربه لري، په کمه سترګه ونه ګوري، ځکه كه افغانستان ته يې هم لوبه وباىلله، د دوى شرم به نور هم زىات شي.
افغانستان او انګلستان د كركټ د نړيوال جام په روانو سياليو كې پنځه، پنځه لوبې كړي او يوازې يوه، يوه لوبه يې ګټلې ده.
نن په سډني کې ترسره کېدونکې لوبه د دواړو هېوادونو لپاره وروستۍ لوبه ده.
بلخوا رپوټونه وايي، چې د انگلستان د كركټ ملي لوبډلې کې د پيل منډه جوړوونکى او ورو توپ اچوونكى معين خان او تېز توپ اچوونكى کرېس اوکس د ټپونو له كبله له افغانستان سره په لوبه کې ځاى نه لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ