ads

نيوزيلنډ، افغانستان ته په شپږو وېكټو ماتې وركړه

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې نن د ۲۰۱۵م کال د کرکټ د نړيوال جام  سياليو په لړ کې په خپله پنځه لوبه كې د نيوزيلنډ له لوبډلې څخه ماتې وخوړه. د دې لوبې پچه، چې په نيوزيلنډ كې ترسره شوه؛ د افغان لوبډلې لوبډلمشر وګټله او په خپله يې د توپ وهنې پرېكړه وكړه. […]

نویسنده: The Killid Group
17 کب 1393
نيوزيلنډ، افغانستان ته په شپږو وېكټو ماتې وركړه

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې نن د ۲۰۱۵م کال د کرکټ د نړيوال جام  سياليو په لړ کې په خپله پنځه لوبه كې د نيوزيلنډ له لوبډلې څخه ماتې وخوړه. د دې لوبې پچه، چې په نيوزيلنډ كې ترسره شوه؛ د افغان لوبډلې لوبډلمشر وګټله او په خپله يې د توپ وهنې پرېكړه وكړه.

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې نن د ۲۰۱۵م کال د کرکټ د نړيوال جام  سياليو په لړ کې په خپله پنځه لوبه كې د نيوزيلنډ له لوبډلې څخه ماتې وخوړه.

د دې لوبې پچه، چې په نيوزيلنډ كې ترسره شوه؛ د افغان لوبډلې لوبډلمشر وګټله او په خپله يې د توپ وهنې پرېكړه وكړه.

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې په ۴۷ اعشاريه ۴ اورونو كې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۶ منډې جوړې كړې او سيالې لوبډلې ته يې ۱۸۷ منډې هدف وټاكه، خو د نيوزيلنډ لوبډلې په ۳۶ اعشاريه ۱ اورونو كې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ياد هدف پوره كړ او افغان لوبډلې ته يې په شپږو وېكټو ماتې وركړه.

افغانستان تراوسه په دې نړيوال جام كې پنځه لوبې كړي، څلور يې بايللي او يوه يې ګټلې ده.

اسټراليا او نيوزيلنډ د کرکټ د نړيوال جام سياليو، چې د فبرورۍ په څوارلسمه نېټه پيل شوې؛ کوربانه دي او په دې سياليو كې د افغانستان په ګډون د ۱۴هېوادونو د كركټ ملي لوبډلې برخه لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA