ټاكل شوې ده، چې د ۲۰۱۵م کال د کرکټ د نړيوال جام سياليو په لړ کې نن افغانستان له كوربه اسټراليا سره د لوبې ډګر ته ووځي. افغانستان د دې نړيوال جام په سياليو كې خپلې دوه لومړنۍ لوبې بايللي او درېيمه يې ګټلې ده.
ټاكل شوې ده، چې د ۲۰۱۵م کال د کرکټ د نړيوال جام سياليو په لړ کې نن افغانستان له كوربه اسټراليا سره د لوبې ډګر ته ووځي.
افغانستان د دې نړيوال جام په سياليو كې خپلې دوه لومړنۍ لوبې بايللي او درېيمه يې ګټلې ده.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان محمد نبي وايي، د اسټراليا ښې لوبډلې ته درناوی لري، خو ورڅخه وېره نه لري.
بلخوا د افغان کرکټ بورډ يو لوړ پوړى چارواکى عزيز الله فضلي ډاډ ښيي، چې افغان لوبډله به وځلېږي، ځكه د ده په وينا، اسټراليا د كركټ د نړيوالې شورا دايمي غړى دى او له افغانستانه برى ورته حتمي ښکاري، چې دا به يې پر لوبغاړو فشار راولي.
اسټراليا او نيوزيلنډ د کرکټ د نړيوال جام سياليو، چې د فبرورۍ په څوارلسمه نېټه پيل شوې؛ کوربانه دي او په دې سياليو كې د افغانستان په ګډون د ۱۴هېوادونو د كركټ ملي لوبډلې برخه لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ