ټاكل شوې ده، چې د ۲۰۱۵م کال د کرکټ د نړيوال جام سياليو په لړ کې سبا جنوبي افريقا له ايرلنډ سره د لوبې ډګر ته ووځي. په پرونيو دوه لوبو كې سريلانكا، انګلستان او پاكستان، زمبابوې ته ماتې وركړه.
ټاكل شوې ده، چې د ۲۰۱۵م کال د کرکټ د نړيوال جام سياليو په لړ کې سبا جنوبي افريقا له ايرلنډ سره د لوبې ډګر ته ووځي.
په پرونيو دوه لوبو كې سريلانكا، انګلستان او پاكستان، زمبابوې ته ماتې وركړه.
اسټراليا او نيوزيلنډ د کرکټ د نړيوال جام سياليو، چې د فبرورۍ په څوارلسمه نېټه پيل شوې؛ کوربانه دي او په دې سياليو كې د افغانستان په ګډون د ۱۴هېوادونو د كركټ ملي لوبډلې برخه لري.
افغانستان خپلې دوه لومړنۍ لوبې بايللي، درېيمه يې ګټلې او څلورمه لوبه به يې د راتلونكې چهارشنبې په ورځ د اسټراليا په وړاندې ترسره كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ