ads

سريلانكا، انګلستان ته په ۹ وېكټو ماتې وركړه

د ۲۰۱۵م کال د کرکټ د نړيوال جام  سياليو په لړ کې نن سرلانكا، انګلستان ته ماتې وركړه. د دې لوبې پچه، چې په نيوزيلنډ كې ترسره شوه؛ د انګلستان لوبډلې لوبډلمشر وګټله او په خپله يې د توپ وهنې پرېكړه وكړه.     د ۲۰۱۵م کال د کرکټ د نړيوال جام  سياليو په لړ […]

نویسنده: The Killid Group
10 کب 1393
سريلانكا، انګلستان ته په ۹ وېكټو ماتې وركړه

د ۲۰۱۵م کال د کرکټ د نړيوال جام  سياليو په لړ کې نن سرلانكا، انګلستان ته ماتې وركړه. د دې لوبې پچه، چې په نيوزيلنډ كې ترسره شوه؛ د انګلستان لوبډلې لوبډلمشر وګټله او په خپله يې د توپ وهنې پرېكړه وكړه.

 

 

د ۲۰۱۵م کال د کرکټ د نړيوال جام  سياليو په لړ کې نن سرلانكا، انګلستان ته ماتې وركړه.

د دې لوبې پچه، چې په نيوزيلنډ كې ترسره شوه؛ د انګلستان لوبډلې لوبډلمشر وګټله او په خپله يې د توپ وهنې پرېكړه وكړه.د انګلستان لوبډلې په ټاكل شويو ۵۰ اورونو كې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۳۰۹ منډې جوړې كړې او سيالې لوبډلې ته يې ۳۱۰ منډې هدف وټاكه، خو د سريلانكا لوبډلې په ۴۷ اعشاريه ۲ اورونو كې د يوه لوبغاړي په سوځېدو ياد هدف پوره كړ او انګلستان ته يې په نهو وېكټو ماتې وركړه.

سريلانكا تر دې مخكې درې لوبې كړې وې، دوه يې ګټلې او يوه يې بايللې وه.

اسټراليا او نيوزيلنډ د کرکټ د نړيوال جام سياليو، چې د فبرورۍ په څوارلسمه نېټه پيل شوې؛ کوربانه دي او په دې سياليو كې د افغانستان په ګډون د ۱۴هېوادونو د كركټ ملي لوبډلې برخه لري.

افغانستان خپلې دوه لومړنۍ لوبې بايللي، درېيمه يې ګټلې او څلورمه لوبه به يې د راتلونكې چهارشنبې په ورځ د اسټراليا په وړاندې ترسره كړي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA