د ۲۰۱۵ ميلادي کال د کرکټ د نړيوال جام سياليو په لړ کې نن نيوزيلنډ، اسټراليا ته ماتې وركړه. د دې لوبې پچه، چې په نيوزيلنډ كې ترسره شوه؛ د اسټراليا لوبډلې لوبډلمشر وګټله او په خپله يې د توپ وهنې پرېكړه وكړه.
د ۲۰۱۵ ميلادي کال د کرکټ د نړيوال جام سياليو په لړ کې نن نيوزيلنډ، اسټراليا ته ماتې وركړه.
د دې لوبې پچه، چې په نيوزيلنډ كې ترسره شوه؛ د اسټراليا لوبډلمشر وګټله او په خپله يې د توپ وهنې پرېكړه وكړه.
د اسټراليا لوبډلې په ۳۲ اعشاريه ۲ اورونو كې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۱ منډې جوړې كړې او سيالې لوبډلې ته يې ۱۵۲ منډې هدف وټاكه، خو د نيوزيلنډ لوبډلې په ۲۳ اعشاريه ۱ اورونو كې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ياد هدف پوره كړ او اسټراليا ته يې په يوې وېكټې ماتې وركړه.
نيوزيلنډ تر دې مخكې درې لوبې كړې وې او ټولې يې ګټلې وې.
اسټراليا او نيوزيلنډ د کرکټ د نړيوال جام سياليو، چې د فبرورۍ په څوارلسمه نېټه پيل شوې؛ کوربانه دي او په دې سياليو كې د افغانستان په ګډون د ۱۴هېوادونو د كركټ ملي لوبډلې برخه لري.
افغانستان خپلې دوه لومړنۍ لوبې بايللي، درېيمه يې ګټلې او څلورمه لوبه به يې د راتلونكې چهارشنبې په ورځ د اسټراليا په وړاندې ترسره كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ