ads

افغانستان په نړيوال جام كې خپله لومړۍ بريا تر لاسه كړه

د افغانستان كركټ ملي لوبډلې د كړكټ په نړيوال جام كې خپله لومړۍ بريا تر لاسه كړه او نن يې سكاټلنډ ته په يوه وېكټه ماتې وركړه. د افغانستان كركټ ملي لوبډلې د كړكټ په نړيوال جام كې خپله لومړۍ بريا تر لاسه كړه او نن يې سكاټلنډ ته په يوه وېكټه ماتې وركړه. د […]

نویسنده: The Killid Group
7 کب 1393
افغانستان په نړيوال جام كې خپله لومړۍ بريا تر لاسه كړه

د افغانستان كركټ ملي لوبډلې د كړكټ په نړيوال جام كې خپله لومړۍ بريا تر لاسه كړه او نن يې سكاټلنډ ته په يوه وېكټه ماتې وركړه.

د افغانستان كركټ ملي لوبډلې د كړكټ په نړيوال جام كې خپله لومړۍ بريا تر لاسه كړه او نن يې سكاټلنډ ته په يوه وېكټه ماتې وركړه.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او سكاټلنډ ته يې د لوبې بلنه وركړه، سكاټلنډ په ټاكل شوو ۵۰ اورونو كې افغانستان ته د ۲۱۱ منډو هدف وټاكه.
كه څه هم افغانستان په خپله توپ وهنه كې لومړى ښه پيل درلود خو د لوبو په منځنيو شېبو كې افغانستان په پرله پسې ډول خپلې وېكټې له لاسه وركړې، خو په وروستيو كې سميع الله شينوارى په وېكټه ودرېد، ۹۴ منډې يې تر لاسه كړې او وسوځېد.
خو د لوبې په وروستيو شېبو كې يو ځل بيا حميد حسن او شاپور ځدراڼ ښايسته لوبه وكړه او له يوې په زړه پولې لوبې وروسته افغانستان په وروستي اوور كې ټاكل شوى هدف تر لاسه او لوبه يې وګټله.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA