ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا په اسټراليا كې خپله څلورمه تمريني لوبه د متحده عربي اماراتو په وړاندې ترسره كړي. افغان لوبډلې وړمه ورځ د ۲۰۱۵ کال د نړيوال جام سياليو له پيل نه وړاندې په تمريني لوبه کې له هند نه د ۱۵۳ منډو په توپير ماتې وخوړه، خو له هند سره تر
ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا په اسټراليا كې خپله څلورمه تمريني لوبه د متحده عربي اماراتو په وړاندې ترسره كړي.
افغان لوبډلې وړمه ورځ د ۲۰۱۵ کال د نړيوال جام سياليو له پيل نه وړاندې په تمريني لوبه کې له هند نه د ۱۵۳ منډو په توپير ماتې وخوړه، خو له هند سره تر لوبې وړاندې يې د اسټراليا له يوې ځايي لومړۍ درجې لوبډلې څخه دوه تمرينې لوبې ګټلې وې.
ټاکل شوې ده، چې د کرکټ د نړيوال جام لوبې د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه په اسټراليا او نيوزيلنډ کې پيل شي، چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د همدې مياشتې په ۱۸مه نېټه د بنګله دېش په وړاندې ترسره کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ