د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د هند له ملي لوبډلې سره يو ورځنۍ تمريناتي لوبه پيل كړه. د دغې لوبې پچه د هند لوبډلمشر وګټله او خپله يې د توپ وهنې پرېكړه وكړه، چې تراوسه يې يې د ۴۷ اورونو په لوبولو سره يې د ۵ ويكټو په له لاسه وركولو ۲۲۵ منډې كړي.
د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د هند له ملي لوبډلې سره يو ورځنۍ تمريناتي لوبه پيل كړه.
د دغې لوبې پچه د هند لوبډلمشر وګټله او خپله يې د توپ وهنې پرېكړه وكړه، چې تراوسه يې يې د ۴۷ اورونو په لوبولو سره يې د ۵ ويكټو په له لاسه وركولو ۲۲۵ منډې كړي.
د افغان توپ اچونكو له ډلې تراوسه حميد حسن، دولت ځدران، محمد نبي عيسى خېل او شاپور ځدران د سيالې لوبډلې يوه يوه وېكټه ترلاسه كړې.
د افغانستان كركټ ملي لوبډله همدا اوس د ۲۰۱۵ ميلادي كال د نړيوال جام لوبو لپاره په اسټراليا كې په تمريناتي لوبو بوخته ده.
افغانستان په نړيوال جام كې په اى ګروپ كې ځاى لري، چې خپله لومړۍ لوبه د فبرورۍ په ۱۸ مه بنګلديش، د فبرورۍ په ۲۲ له سريلانكا، د فبرورۍ په ۲۶ مه له سكاټلنډ، د مارچ په څلورمه له اسټراليا، د همدې مياشتې په ۸ مه له نيوزيلنډ او د مارچ په ۱۳مه له انګلستان سره ترسره كوي.
خو تر هغه وړاندې د هند تر څنګ له متحده عربي اماراتو سره هم تمريني لوبه لري.
د يادونې وړ ده، چې افغان لوبډلې د فبرورۍ په څلورمې او شپږمې له يوې ځايي لومړۍ درجې لوبډلې سره دوه تمريناتي لوبې وكړې، چې دواړه يې وګټلې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ