د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۵ کال د نړيوال جام سياليو له پيله وړاندې په تمريني لوبه کې نن له هنده د ۱۵۳ منډو په توپير ماتې وخوړه. د هند د ۳۶۴ منډو په بدل کې افغانستان په ټاکل شويو ۵۰ اورونو کې يوازې ۲۱۱ منډې جوړې کړای شوې.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۵ کال د نړيوال جام سياليو له پيله وړاندې په تمريني لوبه کې نن له هنده د ۱۵۳ منډو په توپير ماتې وخوړه.
د هند د ۳۶۴ منډو په بدل کې افغانستان په ټاکل شويو ۵۰ اورونو کې يوازې ۲۱۱ منډې جوړې کړای شوې.
تر دې وړاندې افغان لوبډلې د اسټراليا له يوې ځايي لومړۍ درجې لوبډلې څخه دوه تمرينې لوبې ګټلې وې.
د راتلونكې جمعې په ورځ افغانستان خپله څلورمه تمريني لوبه د متحده عربي اماراتو په وړاندې ترسره كوي.
ټاکل شوې ده، چې د کرکټ د نړيوال جام لوبې د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه په اسټراليا او نيوزيلنډ کې پيل شي، چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د همدې مياشتې په ۱۸مه نېټه د بنګله دېش په وړاندې ترسره کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ