ټاكل شوې ده، د افغانستان كركټ ملي لوبډله سبا د هند له ملي لوبډلې سره يو ورځنۍ تمريناتي لوبه ترسره كړي. د افغانستان كركټ ملي لوبډله همدا اوس د ۲۰۱۵ ميلادي كال د نړيوال جام لوبو لپاره په اسټراليا كې په تمريناتي لوبو بوخته ده.
ټاكل شوې ده، د افغانستان كركټ ملي لوبډله سبا د هند له ملي لوبډلې سره يو ورځنۍ تمريناتي لوبه ترسره كړي.
د افغانستان كركټ ملي لوبډله همدا اوس د ۲۰۱۵ ميلادي كال د نړيوال جام لوبو لپاره په اسټراليا كې په تمريناتي لوبو بوخته ده.
د كركټ بورډ وياند فريد هوتك كليد ته وويل، ټاكل شوې ده، چې د روانې اونۍ د سې شنبې په ورځ افغانستان له هند سره يو ورځنۍ تمريناتي سيالي ترسره كړي.
د ده په وينا، افغان لوبډله دې سيالۍ ترڅنګ راتلونكو ټولو سياليو لپاره پوره تيارى لري او په لوړ مرام به خپلې لوبې ترسره كړي.
نوموړي زياته كړه، ټاکل شوې ده، چې د کرکټ د نړيوال جام لوبې د فبرورۍ په ۱۴مه په اسټراليا او نيوزيلنډ کې پيل شي، چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د فبرورۍ په ۱۸مه د بنګله دېش په وړاندې ترسره کړي.
افغانستان په نړيوال جام كې په اى ګروپ كې ځاى لري، چې خپله لومړۍ لوبه د فبرورۍ په ۱۸ مه بنګلديش، د فبرورۍ په ۲۲ له سريلانكا، د فبرورۍ په ۲۶ مه له سكاټلنډ، د مارچ په څلورمه له اسټراليا، د همدې مياشتې په ۸ مه له نيوزيلنډ او د مارچ په ۱۳مه له انګلستان سره ترسره كوي.
خو تر هغه وړاندې د هند تر څنګ له متحده عربي اماراتو سره هم تمريني لوبه لري.
د يادونې وړ ده، چې افغان لوبډلې د فبرورۍ په څلورمې او شپږمې له يوې ځايي لومړۍ درجې لوبډلې سره دوه تمريناتي لوبې وكړې، چې دواړه يې وګټلې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ