ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د روانې اونۍ د سې شنبې په ورځ له هند سره يوه ورځنۍ تمريناتي لوبه ترسره كړي. د افغانستان كركټ ملي لوبډله همدا اوس د ۲۰۱۵ ميلادي كال د نړيوال جام لوبو لپاره په اسټراليا كې په تمريناتي لوبو بوخته ده.
ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د روانې اونۍ د سې شنبې په ورځ له هند سره يوه ورځنۍ تمريناتي لوبه ترسره كړي.
د افغانستان كركټ ملي لوبډله همدا اوس د ۲۰۱۵ ميلادي كال د نړيوال جام لوبو لپاره په اسټراليا كې په تمريناتي لوبو بوخته ده.
د كركټ بورډ وياند فريد هوتك كليد ته وويل، ټاكل شوې ده، چې د روانې اونۍ د سې شنبې په ورځ افغانستان له هند سره يو ورځنۍ تمريناتي سيالي ترسره كړي.
د ده په وينا، افغان لوبډله دې سيالۍ لپاره پوره تيارى لري.
نوموړي زياته كړه، ټاکل شوې ده، چې د کرکټ د نړيوال جام لوبې د فبرورۍ په ۱۴مه په اسټراليا او نيوزيلنډ کې پيل شي، چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د فبرورۍ په ۱۸مه د بنګله دېش په وړاندې ترسره کړي.
د يادونې وړ ده، چې افغان لوبډلې د فبرورۍ په څلورمې او شپږمې له يوې ځايي لومړۍ درجې لوبډلې سره دوه تمريناتي لوبې وكړې، چې دواړه يې وګټلې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ