ads

افغان لوبډلې د اسټراليا ويسټرن ډېسټركټ لوبډلې ماتې وركړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډلې د اسټراليا ويسټرن ډېسټركټ لوبډلې ته په دويمې يو ورځنۍ تمريناتي لوبې كې ماتې ورکړه. د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک رسنيو ته ويلي، دا پنځوس اووريزه لوبه نن د اسټراليا په اډيليډ ښار کې ترسره شوه.   د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډلې د اسټراليا ويسټرن […]

نویسنده: The Killid Group
17 سلواغه 1393
افغان لوبډلې د اسټراليا ويسټرن ډېسټركټ لوبډلې ماتې وركړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډلې د اسټراليا ويسټرن ډېسټركټ لوبډلې ته په دويمې يو ورځنۍ تمريناتي لوبې كې ماتې ورکړه. د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک رسنيو ته ويلي، دا پنځوس اووريزه لوبه نن د اسټراليا په اډيليډ ښار کې ترسره شوه.

 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډلې د اسټراليا ويسټرن ډېسټركټ لوبډلې ته په دويمې يو ورځنۍ تمريناتي لوبې كې ماتې ورکړه.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک رسنيو ته ويلي، دا پنځوس اووريزه لوبه نن د اسټراليا په اډيليډ ښار کې ترسره شوه.
هوتك زياته کړې، چې افغانستان لومړۍ لوبه وکړه او په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې يې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ٣٤٧ منډې وکړې او سيالې لوبډلې ته يې د ٣٤٨ منډو هدف ورکړ.
نوموړي وويل، د افغانستان له لوري د پيل لوبغاړي جاوېد احمدي په زړه پورې لوبه وکړه او ١٦٧ منډې يې جوړې کړې.
هوتک وويل چې د افغانستان له لوري دغه راز نوروز منګل ٩٢، محمد نبي ٢٣، عثمان غني ١٤، ګلبدين نايب ١٢ او نجيب ځدران ٨ منډې جوړې کړې.
د کرکټ بورډ وياند وويل چې د اسټراليا د جنوبي ولسوالۍ (ويسټرن ډسټرکټ) لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په ١٩٣ منډو وسوځېده او دغه راز افغانستان دا لوبه د ١٥٤منډو په توپير سره وګټله.
د نوموړي په وينا، د افغانستان له لوري ګلبدين نايب ٣، افتاب عالم او جاوېد احمدي ٢، ٢، حميد حسن او دولت ځدراڼ يو يو لوبغاړي وسوځول.
افغان لوبغاړى جاوېد احمدي د دې لوبې غوره لوبغاړى وټاکل شو.
د يادونې ده، افغانستان دوه ورځې مخکې يادې لوبډلې په خپله لومړۍ تمريناتي لوبه کې په پنځو وېکټو ماتې ورکړې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA