د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډلې په اسټراليا کې د نړيوال جام تر پيلېدو مخکې يوې ځايي لوبډلې ته په يوه ورځنۍ تمريناتي لوبه کې په پنځو وېکټو ماتې ورکړه.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډلې په اسټراليا کې د نړيوال جام تر پيلېدو مخکې يوې ځايي لوبډلې ته په يوه ورځنۍ تمريناتي لوبه کې په پنځو وېکټو ماتې ورکړه.
دا پنځوس اووريزه لوبه نن د اسټراليا په اډيليډ ښار کې د (ويسټرن ډسټرکټ) لوبـډلې سره ترسره شوه.
يادې لوبډلې لومړۍ لوبه وکړه او په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې يې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٢١١ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ٢١٢ منډو هدف ورکړ.
د افغان توپ اچونكو له ډلې حميد حسن، دولت ځدران او افتاب عالم دوه دوه لوبغاړي او سميع الله شينوارى يو لوبغاړى وسوځاوه.
د افغانستان لوبـډله ياد هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.
د افغانستان د توپ وهونكو له ډلې نوروز منګل ٧٢ منډې جوړې کړې، دغه راز اصغر ستانکزى ٤٠، عثماني غني ٣٠، محمد نبي ٢٠ او نجيب الله ځدران ١٩ منډې جوړې کړې.
د کرکټ نړيوال جام د فبرورۍ په ١٤مه، پيلېږي ، خو افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د فبرورۍ په ١٨مه له بنګله دېش سره ترسره کوي – تر نړيوال جام مخکې به افغانستان له هندوستان او متحده عربي اماراتو سره هم دوه تمريناتي لوبې ترسره کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ