د لومړي ځل لپاره د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د شپږو ولسوالیو د غوره ټیمونو ترمنځ د فوټبال درې ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې. د مقر سرپرست ولسوال وحیدالله کلید ته وویل، دغه سیالۍ د سیارې په مالي مرسته د غزني ولایت د شپږو ولسوالیو د لسو ټیمونو ترمنځ د دې ولسوالۍ
د لومړي ځل لپاره د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د شپږو ولسوالیو د غوره ټیمونو ترمنځ د فوټبال درې ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
د مقر سرپرست ولسوال وحیدالله کلید ته وویل، دغه سیالۍ د سیارې په مالي مرسته د غزني ولایت د شپږو ولسوالیو د لسو ټیمونو ترمنځ د دې ولسوالۍ په کوربه توب ترسره شوې.
نوموړي زیاته کړه، دغه سیالۍ دوه ورځې مخکې پیل شوې وې، چې نن د قره باغ ولسوالۍ په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
ولسوال وایي: (( دغه سیالۍ د بېلابېلو ولسوالیو د ځوانانو او قومونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړي کولو کې ډېرې ګټورې دي او دغه راز د دې ښوودنه کوي چې مقر اوس څومره امنت لرونكي ولسوالي ده.))
بلخوا د مقر ولسوالۍ لوبغاړو كه څه هم د دې سیالیو په ترسراوي خوښي څرګنده کړه، خو دوی د دې ولسوالۍ لوبغاړو او هغوی ته د سپورتي لوبغالو په جوړولو کې د المپیک اداره په نه پاملرنې تورنه كړه.
دوی وایي، په مقر ولسوالۍ کې د فوټبال، والیبال او کرکټ لسګونه لوبډلې شتون لري، خو په وینایې تراوسه ورته یو مناسب لوبغالی نه دی جوړ شوی.
مقر مېشتي لوبغاړي له اړونده ادارو په خپله ولسوالۍ کې د سپورتي لوبغالو د جوړولو او ورته د نورو آسانتیاوو د برابرولو غوښتنه وكړه.
د یادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ د غزني ولایت د مقر، قره باغ، ګیلان، اندړ، واغذ او جاغوري ولسوالیو ترمنځ د سیارې موسسې په مرسته ترسره شوې، چې موخه یې سپورت ته د ځوانانو هڅونه او د ولسوالیو د ځوانانو ترمنځ د نیږدیوالي او همږغۍ رامنځته کول وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ