د فوټبال د نړيوال جام سياليو پايلوبه كې تېره شپه جرمني، ارجنټاين ته د صفر په مقابل كې په يو ګول ماتې وركولو سره د څلورم ځل لپاره نړيوال جام وګاټه.
د لوبې په نوي دقيقو كې يوه لوبډله هم په ګول وهلو ونه توانېده او خبره اضافي وخت ته ورسېده.

د اضافي وخت په دويمه نيمايي او د لوبې په ۱۱۳مه دقيقه كې د جرمني لوبغاړي ماريو ګوتزې ګول وواهه.
د جرمني لوبډله له دې مخکې ۷ ځله د فوټبال د نړيوالو سياليو پايلوبې ته رسېدلې وه او درې ځله يې نړيوال جام ګټلى وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ