د فوټبال د نړيوال جام سياليو په لړ كې تېره شپه برازيل او هالنډ د درېيم مقام خپلولو لپاره له يو بل سره لوبه وكړه. دا لوبه درې، صفر د هالنډ په ګټه پاى ته ورسېده.
د فوټبال د نړيوال جام سياليو په لړ كې تېره شپه برازيل او هالنډ د درېيم مقام خپلولو لپاره له يو بل سره لوبه وكړه.
دا لوبه درې، صفر د هالنډ په ګټه پاى ته ورسېده.
برازيل په دې لوبو كې څلورم مقام خپل كړ.
د فوټبال د نړيوال جام سياليو پايلوبه نن شپه د افغانستان په وخت يوولس نيمې بجې د جرمني او ارجنټاين ترمنځ ترسره كېږي.
ارجنټاين تراوسه دوه ځله، خو جرمني بيا درې ځله د فوټبال نړيوال جام ګټلى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ