د فوټبال د نړيوال جام سياليو په لومړۍ نيمه پايلوبه كې، چې تېره شپه ترسره شوه، جرمني برازيل ته د يو په مقابل كې په اوو ګولونو لويه ماتې وركړه او پايلوبې ته ووت.
د فوټبال د نړيوال جام سياليو په لومړۍ نيمه پايلوبه كې، چې تېره شپه ترسره شوه، جرمني برازيل ته د يو په مقابل كې په اوو ګولونو لويه ماتې وركړه او پايلوبې ته ووت.
دا د برازيل د فوټبال په تاريخ کې ستره ماتې ده.
د دې سياليو په دويمه نيمه پايلوبه كې نن شپه ارجنټاين له هالنډ سره د لوبې ډګر ته وځي.
له دغو دوو لوبډلو څخه به هم يوه لوبډله د فوټبال د نړيوال جام پايلوبې ته لاره پيدا كړي او په پايلوبه كې به له جرمني سره د نړيوال جام د ګټلو لپاره سيالي وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ