د فوټبال د نړيوال جام په سياليو کې تېره شپه هالنډ او كاسټاريكا خپلو سيالانو ته په ماتې وركولو سره د دې سياليو منځلوبو ته لاره پيدا كړه. د هالنډ لوبډلې په يوه په زړه پورې لوبه كې مكسيكو ته په داسې حال كې د يوه په مقابل كې په دوو ګولو ماتې وركړه، چې د لوبې تر ۸۸ يمې دقيقې له
د فوټبال د نړيوال جام په سياليو کې تېره شپه هالنډ او كاسټاريكا خپلو سيالانو ته په ماتې وركولو سره د دې سياليو منځلوبو ته لاره پيدا كړه.
د هالنډ لوبډلې په يوه په زړه پورې لوبه كې مكسيكو ته په داسې حال كې د يوه په مقابل كې په دوو ګولو ماتې وركړه، چې د لوبې تر ۸۸ يمې دقيقې له مكسيكو وروسته وو.
په بله لوبه كې د كاسټاريكا لوبډلې يونان ته د پينالټۍ په ګولونو كې د درېيو په مقابل كې په پنځو ګولو ماتې وركړه او منځلوبو ته يې لاره پيدا كړه.
له دې مخكې د برازيل او كولمبيا د فوټبال لوبډلې منځلوبو ته وتلې دي.
نن شپه به فرانسه له نايجيريا او جرمني له الجيريا سره د لوبې ډګر ته ووځي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ