د فوټبال د نړيوال جام په سياليو کې تېره شپه د بلجيم لوبډلې روسيې ته په يو ګول ماتې ورکړه. داسې فکر کېده، چې دا لوبه به مساوي پاى ته ورسېږي، خو د بلجيم بريدګر لوبغاړي ډايوک اورېګي د لوبې په ۸۷مه دقيقه کې برخليک ټاکونکى ګول وواهه
د فوټبال د نړيوال جام په سياليو کې تېره شپه د بلجيم لوبډلې روسيې ته په يو ګول ماتې ورکړه.
داسې فکر کېده، چې دا لوبه به مساوي پاى ته ورسېږي، خو د بلجيم بريدګر لوبغاړي ډايوک اورېګي د لوبې په ۸۷مه دقيقه کې برخليک ټاکونکى ګول وواهه او په دې ډول دغه لوبه بلجيم وګټله.
بله لوبه د الجزاير او جنوبي كوريا د فوټبال لوبډلو ترمنځ وه، چې الجزاير د دوو په مقابل كې په څلورو ګولونو وګټله.
درېيمه لوبه بيا د پرتګال او امريكا ترمنځ مساوي پاى ته ورسېده.
دواړو لوبډلو دوه، دوه ګولونه ووهل.
نن شپه به اسټراليا له هسپانيا، چيلي له هالنډ، برازيل له كامرون او مكسيكو له كرواسيا سره د لوبې ډګر ته ووځي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ