د افغان په نوم د فوټبال لوبډله د کابل د ښځينه فوټبال غوره ليګ اتله شوه. دې لوبډلې پرون وكولاى شول، چې د کابل ښځينه فوټبال غوره ليګ دويم پړاو پايلوبه كې “ميهن” لوبډلې ته د صفر په مقابل كې په څلورو ګولونو ماتې وركړي.
د افغان په نوم د فوټبال لوبډله د کابل د ښځينه فوټبال غوره ليګ اتله شوه.
دې لوبډلې پرون وكولاى شول، چې د کابل ښځينه فوټبال غوره ليګ دويم پړاو پايلوبه كې “ميهن” لوبډلې ته د صفر په مقابل كې په څلورو ګولونو ماتې وركړي.
همدا لوبډله د دغه ليګ لومړي پړاو کې هم استقلال لوبډلې ته په ماتې ورکولو اتله شوې وه.
د افغانستان د فوټبال فدراسيون مطبوعاتي مسوول مرتضى دانش كليد ته وويل، چې د ليګ دغو سياليو کې شپاړس لوبډلو برخه اخيستې وه.
د کابل د ښځينه فوټبال غوره ليګ لوبې څه د پاسه دوه اوونۍ مخکې پيل شوې وې او د فوټبال فدراسيون ښځينه كمېټه وايي، د ښځينه لوبغاړو د لا نورې هڅونې او پرمختيا لپاره يې غوره ښځينه فوټبال ليګ جوړ کړى، چې له همدې لارې د ښځو لپاره د لا ډېرو او مسلکي سياليو چاپېريال برابر کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ