د افغانستان د فوټبال غورلیګ لیګ سیالیو ته د لوبغاړو د غوراوي سيالۍ د غزني لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. دغه سيالۍ چې نږدې يوه اونۍ وړاندې په خوست كې پيل شوې وې، پكې د خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر، غزني او وردګ ولایتونو ۱۲۰ لوبغاړو برخه اخیستې
د افغانستان د فوټبال غورلیګ لیګ سیالیو ته د لوبغاړو د غوراوي سيالۍ د غزني لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغه سيالۍ چې نږدې يوه اونۍ وړاندې په خوست كې پيل شوې وې، پكې د خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر، غزني او وردګ ولایتونو ۱۲۰ لوبغاړو برخه اخیستې وه.
د خوست د المپیک امر عزیز ملنګ وایي، په همدې لړ کې د جنوب زون اتله لوبډله هم معلومه شوه.
عزیز ملنګ وایي، پای لوبې ته د پکتیا او غزني لوبډلو لاره پیدا کړې وه او غزني لوبډلې وکولای شول، چې دوه صفر پکیتا ته ماتې ورکړې او اتلولي خپله کړې.
هېره دې نه وي، چې د اباسین څپې لوبډلې لپاره له خوست ۶ لوبغاړي او له پاتې نورو پنځو ولایتونو څخه دوه دوه لوبغاړې وټاکل شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ