په خوست کې د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو ته د شپږو ولایتونو د لوبډلو ترمنځ د غوراوي سيالۍ پيل شوې. په دغو سياليو كې د خوست، پکیتا، پکتیکا، لوګر، غزني او میدان وردګ ولایتونو لوبغاړي شامل دي.
په خوست کې د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو ته د شپږو ولایتونو د لوبډلو ترمنځ د غوراوي سيالۍ پيل شوې.
په دغو سياليو كې د خوست، پکیتا، پکتیکا، لوګر، غزني او میدان وردګ ولایتونو لوبغاړي شامل دي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیوان تخنیکي ډایرکټر طاهر روفي وایي، چې یادې سیالۍ به پنځه ورځې دوام وكړي او له یو سلو شلو لوبغاو به ۲۱ لوبغاړي د افغانستان د فوټبال د غور لیګ سیالیو ته وټاکل شې.
د خوست د المپیک امر عزیز ملنګ وایي، چې دوی هم یادو سیالیو ته هر کلی وايي او د هر راز همکاری ډاډ یې ورکړ.
نوموړي هم د خوست د فوټبال لوبډلې د تیاریو په اړه ټینګار وکړ او یادې سیالۍ یې د خوست لپاره مهمې وبللې.
د یادونې وړ ده، چې هره ورځ به دوې سیالۍ ترسره کیږی او د افغانستان د غوره لیګ سالیو ته د اباسین څپې لوبډلې د غوراوي ترڅنګ به د جنوب ختیځ زون اتله لوبډله هم معلومه شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ