ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله سبا شپه د اسيا چلنج كپ سياليو كې د درېيم مقام ترلاسه كولو لپاره له كوربه هېواد مالديف سره د لوبې ډګر ته ووځي.
ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله سبا شپه د اسيا چلنج كپ سياليو كې د درېيم مقام ترلاسه كولو لپاره له كوربه هېواد مالديف سره د لوبې ډګر ته ووځي.
د فوټبال ملي لوبډلې تېره ورځ د دې سياليو په نيمه پايلوبه كې له فلسطين څخه ماتې وخوړه.
په پرونۍ لوبه كې افغان لوبغاړو مصطفى ازادزوى او ارش عاطفي، چې د شنبې په ورځ په ټرافيكي پېښه كې ټپيان شوي وو، ګډون ونه شو كړاى.
افغان لوبډلې د اسيا چلنج كپ سياليو كې تراوسه څلور لوبې ترسره كړي، يوه يې ګټلې، يوه بايللې او دوه نورې يې مساوي پاى ته رسولې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ