ads

د فوټبال ملي لوبډله نن له فلسطين سره لوبه كوي

ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن په مالديف كې د اسيا چلنج كپ سياليو په نيمه پايلوبه كې د فلسطين له لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي. ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن په مالديف كې د اسيا چلنج كپ سياليو په نيمه پايلوبه […]

نویسنده: The Killid Group
6 غبرګولی 1393
د فوټبال ملي لوبډله نن له فلسطين سره لوبه كوي

ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن په مالديف كې د اسيا چلنج كپ سياليو په نيمه پايلوبه كې د فلسطين له لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي. ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن په مالديف كې د اسيا چلنج كپ سياليو په نيمه پايلوبه كې د فلسطين له لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي.
دا لوبه د افغانستان په وخت له غرمې وروسته درې بجې پيلېږي.
د فوټبال د ملي لوبډلې روزونكي يوسف كارګر كليد ته وويل، چې په ننۍ لوبه كې به اسلام الدين اميري، بلال ارزو او فيصل سخي زاده، چې د شنبې په ورځ په ټرافيكي پېښه كې ټپيان شوي وو، ګډون ولري، خو مصطفى ازادزوى، ارش عاطفي نه شي كولاى، چې په لوبه كې برخه واخلي.
د هغه په وينا، بل افغان لوبغاړى حسن امين هم د يو شمېر ستونزو له كبله ننۍ لوبې ته چمتو نه دى.
د شنبې په ورځ په مالديف كې د ټرافيكي پېښې له كبله د ملي لوبډلې پنځه لوبغاړي، د دې لوبډلې روزونكى يوسف كارګر، مرستيال روزونكى فريد مولايي او د فوټبال فدراسيون د ځوانانو د كمېټې مسوول علي کاظمي ټپيان شوي وو.
افغان لوبډلې له لاووس سره د لوبې تر مساوي كولو وروسته د اسيا چلنج كپ سياليو نيمه پايلوبې ته لاره پيدا كړه.
په دې لوبو كې يوه لوبډله اتله اعلانېږي او د فوټبال اسىايي اتلولىو ته لاره مومي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA