ads

افغان فوټبال ملي لوبډله نن شپه د لاووس له لوبډلې سره مخامخ کېږي

د اسيا د چلينج کپ فوټبال سياليو په لړ کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن شپه د لاووس له لوبډلې سره مخامخ کېږي. دا به د روان چلينج کپ په سياليو کې د افغانستان د ټيم درېیمه سيالي وي او که يې وګټله او يا يې مساوي کړه نو د دې سياليو بل […]

نویسنده: The Killid Group
3 غبرګولی 1393
افغان فوټبال ملي لوبډله نن شپه د لاووس له لوبډلې سره مخامخ کېږي

د اسيا د چلينج کپ فوټبال سياليو په لړ کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن شپه د لاووس له لوبډلې سره مخامخ کېږي. دا به د روان چلينج کپ په سياليو کې د افغانستان د ټيم درېیمه سيالي وي او که يې وګټله او يا يې مساوي کړه نو د دې سياليو بل پړاو يعنې منځلوبو ته به

 

 

د اسيا د چلينج کپ فوټبال سياليو په لړ کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن شپه د لاووس له لوبډلې سره مخامخ کېږي.

دا به د روان چلينج کپ په سياليو کې د افغانستان د ټيم درېیمه سيالي وي او که يې وګټله او يا يې مساوي کړه نو د دې سياليو بل پړاو يعنې منځلوبو ته به بريالۍ شي.

د افغانستان د فوټبال د ملي ټيم تخنيکي سلاکار علي عسکر لعلي؛ چې اوس په مالديف کې دی، ازادي راډيو ته ويلي، چې افغان لوبغاړي له لاووس سره مسابقې ته پوره تيارى لري.

ده زياته كړه، كه دوى لوبه وګټي يا يې مساوي کړي؛ په دواړو صورتونو کې بل پړاو ته ځي، خو که يې وبايلله بيا بل پړاو ته د افغانستان د ټيم برياليتوب له دې سره تړلى وي؛ د فليپين او ترکمنستان ترمنځ مسابقه کوم ټيم ګټي.))

د افغانستان د فوټبال ټيم وړمه شپه ترکمنستان ته درې پر يو ماتې ورکړه.

تر دې مخکې افغانستان په چلينج کپ کې خپله لومړۍ مسابقه له فليپين سره صفر پر صفر مساوي کړې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA