ads

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن له فليپين سره لوبه كوي

ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن د اسيا چلنج كپ سياليو په لړ كې خپله لومړۍ لوبه په ب ګروپ كې له فليپين سره ترسره كړي. د اسيا چلنج كپ سيالۍ پرون په مالديف كې پيل شوې. په دې لوبو كې د اسيا اته لوبډلې برخه اخلي، چې يوه به […]

نویسنده: The Killid Group
30 غویی 1393
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن له فليپين سره لوبه كوي

ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن د اسيا چلنج كپ سياليو په لړ كې خپله لومړۍ لوبه په ب ګروپ كې له فليپين سره ترسره كړي. د اسيا چلنج كپ سيالۍ پرون په مالديف كې پيل شوې. په دې لوبو كې د اسيا اته لوبډلې برخه اخلي، چې يوه به يې اتله اعلانېږي او د فوټبال اسيايي اتلوليو ته به لاره مومي.

ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن د اسيا چلنج كپ سياليو په لړ كې خپله لومړۍ لوبه په ب ګروپ كې له فليپين سره ترسره كړي.

د اسيا چلنج كپ سيالۍ پرون په مالديف كې پيل شوې.

په دې لوبو كې د اسيا اته لوبډلې برخه اخلي، چې يوه به يې اتله اعلانېږي او د فوټبال اسيايي اتلوليو ته به لاره مومي.

د افغانستان د فوټبال فدراسيون مطبوعاتي مسوول مرتضى دانش كليد ته وويل، چې افغان لوبډله به له فليپين وروسته د مې په ۲۲مه له ترکمنستان او په ۲۴مه له لاووس سره سيالي وكړي.

د هغه په وينا، د فوټبال ملي لوبډله دې لوبو ته پوره چمتووالى لري.

د فوټبال ملي لوبډلې د اسيا چلنج كپ سياليو ته د چمتووالي لپاره له كويټ، قرغزستان او تاجكستان سره څلور دوستانه لوبې وكړې، چې يوه يې وګټله، يوه يې مساوي پاى ته ورسوله او په دوو نورو كې له ماتې سره مخ شوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA