ads

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې قرغزستان ته ماتې وركړه

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په يوه دوستانه لوبه کې د قرغزستان ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه. دا لوبه، چې تېره شپه په كويټ هېواد كې ترسره شوه، يو پر صفر د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده. د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په يوه دوستانه لوبه کې د قرغزستان ملي لوبډلې ته […]

نویسنده: The Killid Group
23 غویی 1393
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې قرغزستان ته ماتې وركړه

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په يوه دوستانه لوبه کې د قرغزستان ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه. دا لوبه، چې تېره شپه په كويټ هېواد كې ترسره شوه، يو پر صفر د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په يوه دوستانه لوبه کې د قرغزستان ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا لوبه، چې تېره شپه په كويټ هېواد كې ترسره شوه، يو پر صفر د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده.

يواځينی ګول د افغانستان لخوا يوسف مشرقي وواهه.

د افغانستان د فوټبال فدراسيون مطبوعاتي مسوول مرتضى دانش كليد ته وويل، چې دا لوبه د اسيا چلينج کپ سياليو ته د چمتووالي په لړ كې ترسره شوه.

د دانش په وينا، سبا د چهارشنبې به ورځ به افغانستان او کويټ هم يوه دوستانه لوبه وكړي.

د فوټبال ملي لوبډلې د مې په څلورمه نېټه په يوه دوستانه لوبه كې له تاجكستان څخه ماتې وخوړه، خو تر هغې وړاندې يې له قرغزستان سره يوه بله لوبه مساوي پاى ته ورسېده.

د اسىا چلينج کپ سيالۍ د غويي په دېرشمه نېټه په مالديف كې د اتو هېوادونو په ګډون پيلېږي، چې افغانستان به پكې د فليپين، ترکمنستان او لاووس له فوټبال لوبډلو سره لوبې وكړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA