د فوټبال نړيوال فدراسيون فيفا د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۱۳ کال په اوږدو کې د زړورتوب جايزې ته د کانديد په توګه نومولې ده. دغه جشن هر کال د فيفا د ۲۰۹ غړو هېوادونو د استازو په شتون کې په سويزرلنډ کې تر سره کېږي او دا ځل به په کې د زړورتوب جايزې تر څنګ، د کال په
د فوټبال نړيوال فدراسيون فيفا د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۱۳ کال په اوږدو کې د زړورتوب جايزې ته د کانديد په توګه نومولې ده.
دغه جشن هر کال د فيفا د ۲۰۹ غړو هېوادونو د استازو په شتون کې په سويزرلنډ کې تر سره کېږي او دا ځل به په کې د زړورتوب جايزې تر څنګ، د کال په اوږدو کې د فوټبال غوره لوبډله هم ټاکل کېږي.
د افغانستان د فوټبال فدراسيون مسوولين وايي، د يو شمېر نورو علتونو ترڅنګ، فيفا افغان لوبډله د جنوبي اسيا سياليو کې د غوره لوبې کولو له کبله دغې جايزې ته ونوموله.
د دوى په وينا، كه افغان لوبډلې دغه جايزه وګټله، د فوټبال په برخه کې به افغانستان ته د فيفا پاملرنه ډېره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ