ads

لاهم كم عمره نجونې ودېږي

د افغان حكومت او د ملګرو ملتونو د سازمان له هڅو سره سره لا هم ۴۶ فيصده افغانې نجونې له ۱۸ كلنۍ او ۱۵ فيصده له ۱۵ كلنۍ څخه مخكې ودېږي. د افغان حكومت او د ملګرو ملتونو د سازمان له هڅو سره سره لا هم ۴۶ فيصده افغانې نجونې له ۱۸ كلنۍ او ۱۵ […]

نویسنده: The Killid Group
15 لړم 1392
لاهم كم عمره نجونې ودېږي

د افغان حكومت او د ملګرو ملتونو د سازمان له هڅو سره سره لا هم ۴۶ فيصده افغانې نجونې له ۱۸ كلنۍ او ۱۵ فيصده له ۱۵ كلنۍ څخه مخكې ودېږي.

د افغان حكومت او د ملګرو ملتونو د سازمان له هڅو سره سره لا هم ۴۶ فيصده افغانې نجونې له ۱۸ كلنۍ او ۱۵ فيصده له ۱۵ كلنۍ څخه مخكې ودېږي.

د ملګرو ملتونو سازمان له ۲۰۱۱ كال راپدېخوا د تلې ۱۹مه نېټه د ماشومو نجونو نړيواله ورځ نومولې، ترڅو د دوى حقونو ته پاملرنه او هغو ستونزو ته چې د نړۍ په ګوټ ګوټ كې دوى ورسره مخ دي، رسيدګي وشي.

د بشري حقونو د خپلواك كمېسيون كمېشنره ثريا صبحرنګ وايي، په ۱۳۹۱ لمريز كال كې په دې كمېسيون كې د كم عمره نجونو د ودونو ۱۴۶ پېښې او د سږ كال په لومړيو دريو مياشتو كې ۴۰ پېښې ثبت شوې دي.

د هغې په وينا، ۶ كلنې او ۷ كلنې نجونې هم د جبري ودونو قرباني شوي دي: (( خو دا شمېره د ټولو كم عمره نجونو د ودونو څرګندويي نه كوي، بلكې زياتې پېښې شته چې تراوسه نه دي ثبت شوي.))

نوموړې وايي، په هېواد كې زيات شمېر ماشومې نجونې له خپلو ټولو بشري حقونو څخه چې ۱۸ حقونه دي بې برخې دي: (( د واده له حق څخه بې برخې كېدل او د خپل برخليك د ټاكلو حق هم يو له اساسي حقونو څخه دى او د دې ترڅنګ ماشومې نجونې د نشه يي توكو په بدل كې پلورل كېږي او د هغوى روغتيا ته لږه پاملرنه كېږي.))

د صبحرنګ په خبره، نادولتي بنسټونه لكه مدني ټولنه چې د ماشومانو په وړاندې د تاوتريخوالي او د هغوى د شاقه كارونو د مخنيوي په برخه كې كار كوي هم لنډ مهاله پروګرامونه پر مخ وړي چې زيات ګټور نه دي.

صبحرنګ زياتوي: نن ورځ د بشري حقونو د خپلواك كمېسيون زيات ټينګار د كورني قانون د پاسولو په اړه دى چې درې كاله مو پر دې قانون كار كړى او د نجلۍ او هلك ترمنځ تبعيض مو پكې له منځه وړى، خو دا قانون د عدليې وزير د مېز په روك كې پروت دى.

د ماشومانو كوژده هم زموږ د ټولنې په ځينو سيمو كې د يوه ناوړه دود په توګه رواج لري.

په هغه پېښه كې چې د بشري حقونو په خپلواك كمېسيون كې ثبت شوې،۷ كلنه نجلۍ له زده كړې څخه بې برخې او له يوه نوي ځلمي سره واده ته مجبوره شوې ده، اوس چې اته كاله له دې واده څخه تېرېږي هلك غواړي خپلې ښځې ته طلاق وركړي، ځكه چې كورنۍ يې پخپل سر ورته دا واده كړى او هغه پرې خوښ نه دى.

په داسې حال كې چې نجلۍ ۸ كاله د خپل مېړه په كور كې زياتې ستونزې ګاللي، له كم عمر سره سره به يې د كور ټول شاقه كارونه سرته رسول، د شپې لخوا به د څارويو په غوجله كې بيدېده او سمې جامې به يې هم نه درلودې.

زموږ په هېواد كې ماشومې نجونې د پيدايښت له ورځې څخه تر واده پورې او وروسته تر هغې هم له خپلو ټولو شرعي، بشري او انساني حقونو څخه بې برخې وي.

د بشري حقونو د خپلواك كمېسيون د ښځو د همغږۍ د برخې مسووله لطيفه سلطاني بيا وايي، نه يوازې نجونې، بلكې كوچني هلكان هم واده ته اړ كېږي او هلكانو هم دې كمېسيون ته شكايت كړى چې له هغه چا سره چې دوى نه غواړي، پلار يې واده ته مجبوروي.

نوموړې زياتوي، له وخت څخه د مخكې ودونو له ۴۰ پېښو څخه چې د سږ كال په درې مياشتو كې په دې كمېسيون كې ثبت شوي، ۶ اعشاريه ۵ فيصده يې په بدل كې د نجونو ودول او ۵  فيصده يې په بدو كې د كم عمره نجونو ودول دي.

سلطاني وايي، اوس ديني عالمان له دوى سره نږدې همكاري لري او كله چې كومه كورنۍ له يو ملا څخه د خپلې كم عمره لور د نكاح د تړلو غوښتنه وكړي، نو يو شمېر ملايان كمېسيون له دې موضوع څخه خبروي.

د بشري حقونو خپلواك كمېسيون په داسې حال كې د كم عمره نجونو له ودونو څخه اندېښنه څرګندوي چې په دې وروستيو كې د بادغيس ولايت د ښځو چارو رياست ويلي چې د يوې مياشتې په ترڅ كې د ۱۰ او ۱۲ كلونو ترمنځ ۱۰ تنه نجونې زيات عمر لرونكو نارينه وو ته  واده شوې دي.

د شريعت له مخې د واده كولو عمر

په اسلامي شريعت كې راغلي، نجونې او هلكان هغه وخت كولاى شي واده وكړي چې د بلوغ سن ته رسېدلي وي.

د حضرت ابوبكر صديق (رض) د مسجد خطيب قاري سيد صلاح الدين هاشمي وايي چې واده د دوو طبيعي او شرعي اړتياوو پر بنسټ ترسره كېږي او ورڅخه هدف هم د دې دوو اړتياوو پوره كول دي: ” په اسلامي شريعت كې راغلي، هر كله چې يو انسان د بل انسان په نسبت د شرعي او طبيعي اړتيا احساس ولري، بايد واده كولو ته اقدام وكړي په همدې اساس شريعت په داسې مواردو كې ټول مصلحتونه په نظر كې نيولي دي.”

د هاشمي په وينا، د نكاح په تړلو كې يو د نكاح د نفس صحت او بل د نكاح نفاذ دى او ديني عالمان په دې باور دي چې د بلوغ له سن څخه د كم عمره نجونو د نكاح د تړلو په صورت کې نكاح تړل كېږي، خو نه نافذېږي، هغه وخت دا نكاح نافذېږي چې نجلۍ د بلوغ سن ته ورسېږي.

كه څه هم په مدني قانون كې په دې ټينګار شوى چې هېڅوك نشي كولاى له ۱۵ كلنۍ څخه كم عمره نجونې واده كړي، خو په شريعت كې كله چې نجلۍ بالغه شي، پخپله كولاى شي چې د واده لپاره تصميم ونيسي او كه چېرې په زور او جبر سره ودېږي، نجلۍ دا حق لري چې هغه رد كړي.

په هغو مرکو کې چې په اروزګان ولايت کې له نارينه او ښځينه وو سره ترسره شوي، دا ويل شوي چې د يوې لور واده اکثره وخت داسې تنظيمېږي چې لاسته راغلې پيسې بيا د زوى لپاره ولګول شي. ځينې وختونه يوه کورنۍ خپله لور لومړى واده کوي او لاسته راغلې پيسې سپما کوي چې وروسته دغه پيسې د زوى د واده لپاره مصرف کړي.

د كم عمره ودونو روغتيايي ستونزې

د عامې روغتيا وزارت د وينا پر بنسټ، د زېږون په وخت د ميندو د مړينې تر ټولو زيات قربانيان هم هغه نجونې دي چې په كم عمر كې ېې واده كړى.

د ملالۍ زېږنتون د روغتون سرطبيبه حفيظه عمرخېل وايي، له روغتيايي لحاظه هغو نجونو ته چې له ۱۸ كلنۍ څخه مخكې واده كوي، تر ټولو لويه ستونزه د زېږون په وخت د ولادي فيستولا د ستونزې رامنځته كېدل دي: ” فیستولا یوه داسې ستونزه ده چې د اوږد مهاله زېږون او په ټاكلي وخت د طبي مراقبتونو د نشتوالي له كبله ميندو ته پيدا كېږي او په پايله كې ميندو ته د ادرار او غايطه موادو د نه اقتدار ستونزه رامنځته كېږي.”

د هغې په وينا، د دې روغتيايي ستونزې علت لوږه، خوارځواكي او ولادي روغتيايي خدمتونو ته نه لاسرسى بلل شوى دى: (( هغه ښځې چې په لرو پرتو كليوالي سيمو كې ژوند كوي او روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى نه لري، زياتره په فيستولا اخته كېږي.))

حفيظه عمرخېل وايي، له وخته مخكې ودونو كې د نجلۍ د حوصلې (لګن خاصرې) هډوكو وده نه وي كړي، نو كله چې حامله شي د دې امكان شته چې ومري: (( په افغانستان كې د مور د مړينې يوازينى علت له قانوني وخت څخه مخكې ودونه دي، كه چېرې يوه نجلۍ په څوارلس، شپاړلس يا اوولس كلونو كې واده كوي، نو د دې امكان شته چې معيوب او سوي شكل ماشوم دنيا ته راوړي.))

نبيلا هغه ۱۷ كلنه ښځه ده چې له سرپل ولايت څخه د ملالۍ زېږنتون روغتون ته راوړل شوې او د فيستولا د ستونزې د درملنې لپاره په دې روغتون كې بستر ده.

نوموړې خپل پلار په ماشومتوب كې له لاسه وركړى و او نيكه يې هغه د پيسو په بدل كې يو ۴۰ كلن سړي ته په نكاح كړې ده.

يو كال مخكې كله چې يې لومړى ماشوم پيدا كېده، نو د زېږون په وخت يې حالت ډېر خراب شو، ماشوم يې مړ پيدا شو او پخپله هم د فيستولا په ستونزې اخته شوه.

د نبيلا مېړه او خواښې يې هغه د دې ستونزې له كبله له كوره شړلې او اوس يې مور روغتون ته راوستې ده.

بلخوا د ښځو چارو وزارت د امن كورونو سرپرسته نازیه فیضي وایي چې تېر كال په دې وزارت كې له وخت څخه مخكې د نجونو د ودونو ۵۳ پېښې ثبت شوې وې، خو سږ كال لا تراوسه د دې پېښو د ګوتو په شمار او څو محدودې قضیې ثبت شوې دي: ” په کلیو او بانډو کې داسې قضیې زیاتې دي او په دغو ځایونو کې ښځې له خپلو حقونو څخه محرومې دي او حقوقي څانګو، دولت، عدلي او قضایي ارګانونو ته لاسرسى نه لري.”

د نوموړې په وينا، په کم عمر کې ودونه نه یوازې دا چې د کورني ژوند دوستانه اړیکې له منځه وړي، بلکې ښځو ته رواني ستونزې هم پيدا كوي: ” په كم عمر كې د ودونو زياتره پېښې په كندوز، سرپل، فارياب او هرات ولايتونو كې دي، كه څه هم په نورو ولايتونو كې هم دا ډول پېښې شته، خو كمرنګه دي چې ښايي علت يې عدالت ته د ښځو لاسرسى وي.”

د زده كړې د بهير خنډ

د پوهنې وزارت چارواكي وايي، په ټول هېواد كې له ۲۰۰ څخه په زياتو ولسواليو كې له لسم ټولګي څخه وروسته نجونې زده كوونكې نشته چې يو لوى علت يې له وخت نه مخكې د نجونو ودونه دي.

له بلې خوا كله چې يوه نجلۍ واده شي، نو نشي كولاى خپلو زده كړو ته دوام وركړي، له دې كبله چې كورني مسووليتونه، د زده كړې فشارونه او فزيكي بدلونونه د دې سبب ګرځي چې له زده كړو څخه لاس واخلي.

د پوهنې وزارت وياند محمد كبير حقمل وايي، كومې نجونې چې د زده كړې په بهير كې واده كوي يا پخپله نه غواړي چې زده كړو ته دوام وركړي او د هغوي كورني او د ژوند شرايط ورته دا اجازه نه وركوي، خو كه په ټولنه كې دودېزې ستونزې حل شي، نو دا ستونزې به هم له منځه ولاړې شي.

۱۹ كلنه لطيفه چې په كوچنيوالي كې د خپلې ترور زوى ته په نامه شوې وه په ځوانۍ كې يې نه غوښتل چې له هغه سره واده وكړي، نو له همدې كبله د خپلې كورنۍ لخوا له تاوتريخوالي سره مخ شوې ده: ” ما د ښوونځي تر نهم ټولګي پورې زده كړې وكړې او وروسته مې نرسنګ ته امتحان وركړ، كله چې زما د ترور كورنۍ خبره شوه، نو زه يې تعليم ته نه پرېښودم ، خو ما ونه منله او خپلو زده كړو ته مې دوام وركړ او له همدې كبله يې ماته طلاق راكړ.”

نجونې د ناوړه دودونو ښكار

زموږ په ټولنه كې ډېر ځله نجونې د ناوړه دودونو ښكار ګرځي، په دې معنا چې د نجونو ساتل ننګ او عيب بلل كېږي يا دا چې د اقتصادي وسيلې په ډول د اقتصادي ستونزو د حل لپاره د ولور د اخیستلو له لارې وسيله ګرځي او ژر تر ژره واده ته مجبوره كېږي چې دغه كړنه د هغوى د والدينو په واسطه د نجونو يو ډول خرڅلاو وي او يا هم د نجونو واده كول په كوچني عمر كې د كورنۍ د يو غړي د يو جرمي عمل لپاره د زيان جبران وي او يا دا چې پلار او مور د هغو سيمه ييزو زورمندانو چې غواړي له كوچنيو نجونو سره ودونه وكړي، له زور او نفوذ څخه په امان پاتې شي، د كوچنيو نجونو واده كولو ته رضايت ښيي او تن ورته ږدي.

حقوقي ستونزې

له قانوني عمر نه مخکې د نجونو ودول نه یوازې دوی له روغتيايي ستونزو سره مخ كوي، بلكې زياتې حقوقي ستونزې هم ورته راپاروي. كله چې يوه نجلۍ په كم عمر كې ودېږي هغه د ماشومتوب په فكر او خيال كې وي او د ګډ ژوند د مسووليتونو د منلو لپاره هېڅ ډول تيارى نه لري، خو هغه وخت چې د ژوند له ستونزو سره مخ شي يا له كور څخه تښتي او يا هم ځان وژني.

د بشري حقونو د خپلواك كمېسيون د ښځو د ملاتړ د برخې مسووله پروين رحيمي وايي چې له وخت څخه مخكې د ودونو حقوقي ناوړه پايلې د طلاق رامنځته كېدل، ځان وژنه، ځان سوځونه او غير اخلاقي كارونو ته لاس اچول دي.

د هغې په وينا، په هېواد كې د جاري قوانينو له مخې ۱۸ كاله له ماشومتوب څخه د وتو عمر دى او د هر مهم كار د پيل لپاره د دې دورې پوره كول جدي شرط ګڼل شوى، خو د واده كولو لپاره چې هدف يې د كورنۍ جوړول دي او كورنۍ د انسان د شخصيت جوړولو لومړنى ښوونځى دى، ډېر ځله دا شرط په نظر كې نه نيول كېږي:” ډېر د خواشينۍ ځاى دى چې مدني قانون څنګه ۱۶ كلنې ماشومې ته دا اجازه وركوي چې واده وكړي او كورنۍ جوړه كړي، دا زموږ له نظره په قانون كې يوه خلا ده.”

پروين رحيمي وايي چې د مدني قانون د پلي كولو ځاى دولتي ادارې دي، خو كله چې دا موضوع دولتي ادارو ته راجع كېږي، له دې كبله چې خلك له قانون څخه ناخبره دي، نو همدا بې خبري د هغوى ستونزې لاپسې زياتوي.

كه څه هم چې له تاوتريخوالي څخه د مخنيوي په قانون كې جبري نكاح او له وخت څخه دمخه ودونو لپاره سزا ټاكل شوې ده، خو په هغو سيمو كې چې دا ستونزه پراخه لمن لري ښځې ډېر لږ عدلي او قضايي مركزونو ته لاسرسي لري او له همدې كبله هغوى د دې تاوتريخوالي قرباني كېږي.

د ملګرو ملتونو د سازمان اندېښنه

د ملګرو ملتونو سازمان هم په افغانستان كې د كم عمره نجونو ودول، د نجونو د بشري حقونو تر پښو لاندې كول بولي او وايي، د دې ناوړه عمل د مخنيوي لپاره بايد ټول لازم اقدامات ترسره شي.

د دې سازمان په وينا، له ۱۰ تر۱۴ كلنې نجونې ۵ ځله زياتې له ۲۰ تر ۲۴ كلنو ښځو څخه د امېدوارۍ او زېږون په وخت د مړينې له خطر سره مخ وي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندويه ادارې يونيسف وياند عزيز فروتن وايي، افغانستان د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون لاسليك كړى، د دې قانون په وړاندې مكلفيتونه لري او  ښايي د كم عمره نجونو د ودولو برخې ته زياته پاملرنه وكړي.

نوموړى زياتوي، د كم عمره نجونو د ودولو كچه په افغانستان كې ډېره لوړه ده: ((  په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د سازمان دفترونه او له هغې ډلې څخه د يونيسف دفتر د افغان حكومت په همكارۍ غواړي چې له قانوني او حقوقي پلوه ظرفيتونه تر ډېره حده لوړ شي، ترڅو وروسته له دې په افغانستان كې د كم عمره نجونو د واده مخنيوى په قانوني او منسجم ډول وشي.))

پايله

حقوق پوهان له كم عمره ودونو څخه د خلاصون لار د قوانينو حاكميت او پلي كول، د دې ودونو له منفي اغېزو څخه د خلكو خبرتيا او د جرګو او شوراګانو د غير عادلانه پرېكړو مخنيوى بولي.

په همدې حال كې د ودونو د ثبتولو مركزونه بايد وجود ولري او د نكاح خط اخيستل بايد جبري شي، قانون بايد په هر ځاى كې پلى شي او هغه كسان چې غواړي خپله كم عمره لور واده كړي بايد د قانون تر څارنې لاندې وي او له قانوني پلوه بايد د كم عمره نجونو ودول جرم وګڼل شي.

د قانون پوهانو په اند، د نورو ستونزو ترڅنګ د نجونو د ودولو په برخه كې يوه لويه ستونزه قانوني ستونزه ده، د هغه تبعيض له مخې چې د هېواد په حقوقي نظام كې شته په مدني قانون كې د نجونو لپاره د واده كولو عمر ۱۶ او د هلكانو لپاره ۱۸ كاله ټاكل شوى چې دا پخپله تبعيض او د اساسي قانون خلاف دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA