ads

زرګونه افغانان لابراتواري معاينې په خارج كې كوي

اسناد او شواهند ښيي چې په تېرو ۱۱ كلونو په افغانستان كې د روغتيا په خصوصي سکټور كې شاوخوا ۲۰ مليونه ډالره پانګونه شوې، خو لا هم  هر ورځ ۱۰۰۰ تنه افغان ناروغان د خپلو ناروغيو د تشخيص په هدف له هېواده دباندې وځي او په اټكليز ډول هر ناروغ  د ورځې دوه زره ډالر […]

نویسنده: The Killid Group
21 تله 1392
زرګونه افغانان لابراتواري معاينې په خارج كې كوي

اسناد او شواهند ښيي چې په تېرو ۱۱ كلونو په افغانستان كې د روغتيا په خصوصي سکټور كې شاوخوا ۲۰ مليونه ډالره پانګونه شوې، خو لا هم  هر ورځ ۱۰۰۰ تنه افغان ناروغان د خپلو ناروغيو د تشخيص په هدف له هېواده دباندې وځي او په اټكليز ډول هر ناروغ  د ورځې دوه زره ډالر مصرفوي چې په ورځ کې ۲ ملیونه ډالره کېږي.

اسناد او شواهند ښيي چې په تېرو ۱۱ كلونو په افغانستان كې د روغتيا په خصوصي سکټور كې شاوخوا ۲۰ مليونه ډالره پانګونه شوې، خو لا هم  هر ورځ ۱۰۰۰ تنه افغان ناروغان د خپلو ناروغيو د تشخيص په هدف له هېواده دباندې وځي او په اټكليز ډول هر ناروغ  د ورځې دوه زره ډالر مصرفوي چې په ورځ کې ۲ ملیونه ډالره کېږي.

د افغانستان په لابراتورانو او تشخصيه مركزونو كې ستونزې هغه څه دي چې ډېرى هېوادوال ترې سر ټكوي او له همدې كبله په زرګونه افغان ناروغان د ښه او ډاډه تشخيص په هدف نورو هېوادونو( پاکستان او هند) ته ځي. د ښه چاپېريال، د پرمختللو ماشينونو او د متخصصانو کمي هم  د افغانستان د تشخصيه مركزونو او لابراتوارانو نظام ټكنى کړی دی.

ډېری هېوادوال له تشخصيه مركزونو او لابراتورانو سر ټكوي چې تشخيص يې ډاډمن نه دى او كله كله، خو داسې هم پېښېږي چې يو لابراتوار ورته يوه پايله په لاس وركوي او بل هم بل پايله چې په پاى كې د دواړو پايلې غلطې وي.

د كابل ښار اوسېدونكې مېرمن فرشته وايي، شاخوا درې مياشتې وړاندې يې ماشوم وزېږېد چې د معدې تكليف يې درلود، كله به يې چې  شيدې وخوړې بېرته به يې استفراق كولې.

د نوموړې په خبره ستونزه يې بالاخره لويه شوه او دوى فكر كاوه چې ماشوم يې تغذيه نه شي كولاى: (( لومړي ډاكټر ته چې لاړو، هغه په لابراتوار معاينه ترسره كړه او پايله يې دا راوايسته چې د ماشوم په معده كې كمزورى مكروب شتون لري، د معاینې د تشخیص پر اساسر بیا ډاکټر هم ډېر درمل يې راكړل، خو د ماشوم په روغتيا يې كوم اغېز نه درلود.))

فرشته زياتوي، د دغه درملو د نه اغېز له كبله دوهم تشخیصیه مرکز ته لاړل، هلته يې هم معاینات وکړل او هم یې درمل واخستل چې هغه هم كومه پايله نه درلوده، بالاخره اړ شول د فرانسويانو روغتون ته مراجعه وكړي: (( په دې روغتون كې يې د ماشوم اصلي ستونزه پيدا كړه چې هغه د مور له شيدو سره د ماشوم حساسيت و.))

فرشته وړاندې وايي، دغه ډول ستونزې نه يوازې د ماشومانو د ناروغيو د تشخيص په برخه كې شته، بلكې هغه كسان چې لوړ عمرونه هم لري، له دغسې پراخو ستونزو سره مخ دي.

د فرشتې په خبره، څه وخت مخكې يې خور ته سخته ناروغي پېښه شوه، په كابل كې يې ډاكټرانو ته مراجعه وكړه، هر ډاكټر ورته خپل خپل تشخيص او درمل وليكل چې د ښه كېدو پر ځاى يې ناروغي ورسره لا زياته شوه: (( په پاى كې اړ شوو چې پېښور ته يې يوسو.))

د كابل ښار اوسېدونكي نظيف الله د فرشتې ستونزې ته په پام بيا د روغتيا وزارت پر مشرتابه غږ كوي چې پر روغتونونو د دغه وزارت د نه كنټرول له كبله، د افغانانو لويه برخه پيسې د خپلو ناروغانو د علاج په هدف له هېواده بهر وځي: (( ولې د افغانانو پيسې نورو هېوادونو ته لاړې شي، كه روغتونونه لرئ، نو ولې هره ورځ ناروغان نورو هېوادونو ته منډې وهي او كه يې نه لرئ، نو بيا دا لوى بورډونه د څه لپاره دي او ولې دغه مركزونه نه تړئ؟!))

خپله د لابراتوارونو او تشخیصیه مرکزونو ډاکټران هم مني چې په لابراتوارونو او تشخیصیه مرکزونو كې په پراخه كچه ستونزې وجود لري او د دغو ستونزو د راټوكېدو بېلا بېل عوامل په ګوته كوي.

د دې لابراتوارونو له ډلې يو هم د (( سټار لابراتوار)) دى، ياد لابراتوار د خپلو معايناتو د ترسره كولو لپاره يوازې يوه خونه درلوده چې بېلا بېل ماشينونه په كې اېښودل شوي وو.

د دغه لابراتوار يو تن موظف ډاكټر منصف خان مني چې په ډېرى لابراتوارونو كې ګڼې ستونزې وجود لري.  د نوموړي په خبره د ډېرى ډاكټرانو مالي وضعيت هومره ښه نه دى چې د خپل لابراتوار او تشخیصیه مرکز لپاره پراخې او عصري ودانۍ ورغوي او يا يې هم په كرايه ونيسي.

منصف خان زياتوي، بله ستونزه له پرمختللو لابراتواري ماشينونو سره د یو شمېر افغان ډاكټرانو نابلدتيا هم ده، هغه وايي: ((وګورئ ډېرى هغه پرمختللي ماشينونه چې د افغانستان په لابراتوارونو كې دم ګړۍ ترې ګټه اخستل كېږي، له بهره راواردېږي، خو تر څنګ يې لارښودې كتابچې او هغه پرسونل کم دی چې د ماشين د فعالولو او له هغه د استفادې په تړاو ډاكټر ته روزنه او ښوونه وركړي.))

له بل لوري په لابراتوارونو او تشخیصیه مرکزونو كې د دغو ستونزو په تړاو د سيټي لابراتوار مشر ډاكټر رضوان الله احمدزى وايي، په ډېره ساده توګه كه د لابراتواري معايناتو لپاره ټولې اسانتياوې برابرې نه شي، پايلې توپير كولاى شي او معاينه مو غلطېداى شي.

د احمدزي په خبره په افغانستان كې لابراتوارونه خورا ډېرې ستونزې او نيمګرتياوې لري او لا هم په ۲۱ مه پېړۍ كې په افغانستان كې خورا لومړنۍ لابراتواري معاينې ترسره كېږي چې هغه په نوره نړۍ كې اوس هېڅ كوم بنسټ او اساس نه لري او له منځه تللې دي.

ډاكټر احمدزى زياتوي، په افغانستان كې د معياري معايناتو پر وړاندې لومړۍ ستونزه د وړ چاپېريال نشت دى: (( تاسې وګورئ، په ډېرى روغتونونو يا تشخيصيه مركزونو كې په يوه خونه كې بېلا بېلې معاينې ترسره كېږي، د يوه ناروغ د ټېسټ باكټريا د بل ناروغ د ټېست له باكټرياوو سره کله کله ګډېدلی شي او که داسې وشي، د دې سبب كېږي چې په پايله كې يې تېروتنه رامنځ ته شي.))

رضوان الله احمدزى وايي، په لابراتوارونو كې د مسلكي پرسونل کمښت بله ستونزه ده، د هغه په خبره ډېرى كسان يا په ښه توګه له تحصيلي موسسو فارغ شوي نه وي يا هم عملي زده كړې نه لري. دغه ستونزې يوازې شخصي تشخصيه مركزونه او لابراتوارونه لري، بلكې دولتي لابراتوارونه هم له ورته ستونزو سره مخ دي.

خو ایا په تشخصيه مركزونو كې د ستونزو په تړاو د ولسي جرګې د روغتيا كمېټې، د عامې روغتيا وزارت چارواكي پوښتلي او که نه څنګه؟

په ولسي جرګه كې د جوزجان د خلكو استازى او د روغتيا كمېټې غړى عنايت الله بابر فرهمند ادعا کوي چې ګواکې څو څو ځلې يې په دې تړاو د روغتيا وزارت چارواكي كمسيون ته ورغوښتي دي، هغه وايي: (( تېر كال د افغانستان په كچه ۷۵ روغتونونه جوړ شوي وو، خو له دې كبله چې هلته قانون نه پلى كېده، خدمتونه يې معياري نه وو او ستونزې يې ډېرې وې، ډېرى يې بېرته د روغتيا وزارت له لوري وتړل شول.))

د ولسي جرګې دغه غړى زياتوي، نه يوازې دا چې روغتيايي خصوصي سكټور قانون ته لږه پاملرنه كوي، خپله د روغتيا وزارت هم په دې برخه كې پړ دى، فرهمند زیاتوي: (( وګورۍ د روغتيا په برخه كې د خصوصي سكټور د موسسو د كار لپاره قانون جوړ شو، له ولسي جرګې هم تصويب او د جمهور رئیس له لوري توشېح شو، خو بايد اجرا هم شي او كه نه اجرا كېږي او د سړغړونو مخه نه نيول كېږي، ښكاره ده چې ستونزه په روغتيا وزارت كې ده.))

په لابراتوارونو او تشخیصيه مركزونو د څار لپاره د روغتيا په وزارت كې پر صحي قوانينو د څار او څېړنې رياست  هم شتون لري، خو كه د سرغړونو مخه نه نيول كېږي، نو بیا د دې رياست دنده څه ده؟

پر صحي قوانينو د څار او څېړنې رئيس ډاكټر سيد ابراهيم كامل وايي، له لابراتوارونو او تشخصيه مركزونو دوى په ښه ډول څارنه كوي، خو ستونزې هم نه ردوي، هغه وايي: (( څو څو ځله مو د مطبوعاتو له لارې دا اعلان كړى چې كله مو ستونزه او سرغړونه وليده، د څار له كمېټې سره په تماس كې شئ، خپله زما شخصي نمبر د هر روغتون په دروازه لګول شوى دى.))

د كامل په خبره د روغتيا وزارت په چوكاټ كې لابراتوارونه، په دريو برخو وېشل شوي دي، لومړۍ درجه، دوهمه درجه او دريمه درجه: (( لومړۍ درجه لابراتوارونه چې په ټولو امكاناتو مجهز دي، جواز وركړل شوى چې ټولې طبي معاينې ترسره كړي، دوهمه درجه هم تر يوه حده معاينې كولاى شي، خو دريمه درجه چې محدود امكانات او شرايط لري، فقط څو محدود معاينات ترسره كوي او هغه ته بيا د ډېرو معايناتو جواز نه دى وركړل شوى، ځكه چې امكانات او شرايط يې نه لري.)) سيد ابراهيم كامل وړاندې وايي، دوى په وروستيو دوه كلونو ۱۳۹۱ او ۱۳۹۲ کې چې لا هم پاى ته نه دى رسېدلى،  ۲۱۳ لابراتوارونه تړلي دي.

له بل لوري د سوداګرۍ خونو څېړنې ښيي چې هر ورځ ۱۰۰۰ تنه افغان ناروغان د خپلو ناروغيو د تشخيص په هدف له هېواده دباندې وځي. د دغې خونې د عامل پلاوي د مشر قربان حقجو په وینا كه په اټكليز ډول هر ناروغ  د ورځې دوه زره ډالر مصرف كړي، نو هره ورځ ۲ مليونه ډالر د افغانستان پانګه له دې دركه د نورو جیبونو ته لوېږي.

د دې شمېرې له مخې هر كال ۳۶۰ زره افغانان د خپلو ناروغیو د تشخیص او تداوۍ په غرض له ۷۲۰ ملیونه ډالره پانګې سره خارج ته سفرونه کوي.

د دې تر څنګ ډېرى وخت په لارو كې د ټكرونو، د پولو د بندېدو او په دې هېوادونو كې د ډول ډول نورو ستونزو له كبله افغان ناروغان خپل ژوند له لاسه وركوي چې ښه بېلګه يې تېر ژمى د تورخم دروازې د تړل كېدو له كبله د لسګونه افغانانو مړه كېدل وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA