ads

له كوره د تېښتې بدې پايلې

كه څه هم په وروستيو كلونو كې د افغانو ښځو په ژوند كې د پام وړ بدلون رامنځته شوى او په ټولنيزو، سياسي، فرهنګي، اقتصادي او نورو برخو كې يې خورا پرمختګ كړى، خو لا هم د هغوى په وړاندې تاوتريخوالى ورځ تر بلې زيات شوى او همدا تاوتريخوالى بيا له كور څخه د ښځو […]

نویسنده: The Killid Group
31 وږی 1392
له كوره د تېښتې بدې پايلې

كه څه هم په وروستيو كلونو كې د افغانو ښځو په ژوند كې د پام وړ بدلون رامنځته شوى او په ټولنيزو، سياسي، فرهنګي، اقتصادي او نورو برخو كې يې خورا پرمختګ كړى، خو لا هم د هغوى په وړاندې تاوتريخوالى ورځ تر بلې زيات شوى او همدا تاوتريخوالى بيا له كور څخه د ښځو او نجونو د تېښتې سبب ګرځي.

كه څه هم په وروستيو كلونو كې د افغانو ښځو په ژوند كې د پام وړ بدلون رامنځته شوى او په ټولنيزو، سياسي، فرهنګي، اقتصادي او نورو برخو كې يې خورا پرمختګ كړى، خو لا هم د هغوى په وړاندې تاوتريخوالى ورځ تر بلې زيات شوى او همدا تاوتريخوالى بيا له كور څخه د ښځو او نجونو د تېښتې سبب ګرځي.

د بشري حقونو د څار سازمان د “تېښتې ته مجبوره شوم” په نوم په خپل رپوټ كې چې تېر كال خپور شو ويلي وو چې په افغانستان كې د زنداني ښځو شمېرې په وروستيو اتلسو مياشتو كې د پام وړ زياتوالى موندلى.

دې سازمان په خپل رپوټ كې د هغو نجونو او ښځو ستونزې څېړلي او د هغوى د دوسيو او شكايتونو د څېړلو په اړه يې اندېښنه څرګنده كړې چې له كور څخه د تېښتې او زنا په تور په بند كې دي.

د بشري حقونو د څار د ادارې  دا رپوټ له ۵۸ تنو زنداني ښځو او نجونو، د اصلاح او تربيې د دريو مركزونو له ماشومانو، د مدني ټولنې له فعالينو، د زندانونو له چارواكو، څارنوالانو، دولتي چارواكو او د امن د كورونو له مسوولينو، د ښځو د حقونو له فعالينو، حكومتي سلاكارانو او حقوقي متخصصينو سره د مركې پر بنسټ جوړ شوى دى.

له كور څخه تېښته بدې پايلې لري

د بشري حقونو د خپلواك كمېسيون د ښځو د حقونو د پرمختګ او پراختيا د برخې مسووله پروين رحيمي وايي، كله چې د تاوتريخوالي عوامل ډېر شي، نو تاوتريخوالى هم پراختيا مومي.

د هغې په خبره، د تاوتريخوالي كچه د تېر كال په پرتله زياته شوې ده: (( كوم عمومي ارقام په لاس كې نه لرو، خو د تاوتريخوالي تر څنګ له كور څخه د تېښتې پېښې هم زياتې شوې دي، سږ كال د كال له پيل څخه تر اوسه پورې د بشري حقونو د خپلواك كمېسيون ساحوي دفتر يوازې له كابل او اړوندو ولسواليو څخه له كور څخه د تېښتې ۵۵ پېښې او له كور څخه د شړلو او د وهلو ټكولو ۲۰  پېښې ثبت كړې دي.))

نوموړې زياتوي، له كور څخه د تېښتې په پېښو كې زياتره نجونې دي چې د جبري ودونو، وهل ټكولو او د مېړه د ټاكلو له حق څخه د بې برخې كېدو له كبله  له كور څخه تېښته كوي او ډېر ځله بدې پايلې هم لري: (( كله چې له كور څخه د تېښتې يوه پېښه د بشري حقونو خپلواك كمېسيون كې ثبت شي، نو تر هر څه دمخه دا هڅه كوو چې د نجلۍ يا ښځې ستونزه حل كړو، كه چېرې كوم نږدې خپلوان ولري، نو د هغوى كور ته يې لېږو او ملاتړ ترې كوو.))

د پروين رحيمي په وينا، كله چې له نجلۍ يا ښځې سره ډېر زيات تاوتريخوالى شوى وي، لا هم له ګواښ سره مخ وي او خپلوان يې هم نشي كولاى له هغې څخه ملاتړ وكړي او يا هغه چا چې ورسره تاوتريخوالى كړى، زورواكي وي، نو په هغه صورت كې يې د امن كورونو ته ورپېژني.

هغه وايي، له كور څخه د تېښتې له هرو لسو پېښو څخه چې د امن كور ته يې ور پېژني، ۶ پېښې يې حل او ښځې يا نجونې له خپلو كورنيو سره يو ځاى كېږي: (( يوازې ۴ پېښې جزايي او حقوقي بڼه لري چې پېښې يې محكمې ته راجع كېږي او ښځې يا نجونې د امن په كور كې ساتل كېږي.))

د نوموړې په خبره، كه چېرې له كور څخه د تېښتې په وخت ښځې يا نجونې كوم جرمي عمل ترسره كړي، نو پېښه څارنوالۍ ته ورپېژندل كېږي او كه چېرې جرمي عمل يې نه وي ترسره كړى، ترېنه ملاتړ كېږي.

په همدې حال كې د بشري حقونو د څار سازمان وایي، دا چې د طالبانو له حکومت نه د ۱۲ کالو په تېرېدو سره بیا هم ښځې د اخلاقي جرمونو په تور زنداني كېږي، زړه بوږنوونكې ده او افغان دولت باید د دغې لړۍ د درېدو لپاره لازم تدابیر ونیسي .

د اخلاقي جرمونو تور

د بشري حقونو د څار سازمان د “تېښتې ته مجبوره شوم”  په راپور کې راغلي دي چې په افغانستان کې  زېات شمېر ښځې او ځوانی نجونی  د اخلاقی جرمونو په تور بندیانی دی .دا اخلاقی جرمونه له کوره تیښټه یا زنا نومول شوی دی .

له هغو مركو نه چې د ياد سازمان استازي له دغو نجونو او ښځو سره كړې دي، دا جوته شوې چې ډېرى دا ښځې او نجونې د بېلابېلو تاوتريخوالو لكه جبري ودونو، ټپي كېدو، سوځېدو، جنسي تېريو او بدلمنۍ ته مجبورېدو سره مخې شوې دي.

راپور دا هم ښیي چې د دغو تاوتریخوالو ترسره کوونکو ته نه یوازې دا چې سزا نه ده وركړل شوې، بلكې لومړنۍ څېړنې هم ترې نه دي شوي.

د تاوتريخوالي ترڅنګ د كورنيو له خوا د نجونو په بدل كې د ولور په نوم د زياتو پيسو اخيستل هم له كور څخه د نجونو د تېښتې سبب ګرځي.

د كابل ښار د چهلستون سيمې اوسېدونكې اديبه چې له دوو كالو راپدېخوا كوژده شوې وه، له دې كبله له كوره تښتېدلې چې كوژدن يې د واده لګښت نه شو پوره كولاى، خو د اديبې كورنۍ پرې درې لكه افغانۍ ولور هم ايښى وو.

نوموړې له خپل كوژدن سره د واده لپاره له كور څخه تښتېدلې، خو دې تېښتې د  اخلاقي جرم په تور د بادام باغ ښځينه زندان ته رسولې ده.

د افغان ښځو د استعدادونو د ودې د دفتر مسووله ماري اكرمي هم د دې واقعيت په منلو سره چې له كور څخه د تېښتې پېښې زياتې شوي وايي، ډېرى پېښې دوى ته د تاوتريخوالي له كبله مراجعه كوي: (( كم عمره نجونو ځكه كور پريښى او تېښتې ته مجبورې شوې دي چې كورنۍ يې له وخت څخه دمخه او جبري ودونو ته مجبوروي.))

هغه وايي، ډېرى ښځې او نجونو د دوى دفتر له مراجعې سره سم د پښېمانۍ احساس كوي: (( موږ دا هڅه كوو چې د هغوى له كورنيو سره د خبرو له لارې ستونزه حل او نجلۍ يا ښځه بېرته له خپلې كورنۍ سره يو ځاى كړو.))

يو شمېر خلك بيا په دې اند دي چې د رسنيو له لارې د ښځو د حقونو په نوم تبليغ كول او د ډيموكراسۍ غږ پورته كول د دې سبب ګرځي چې ښځې او نجونې خپل كورونه پرېږدي او د امن كور ته مراجعه وكړي، خو آغلې اكرمي دا ادعا په كلكه ردوي او وايي: (( داسې ښځې او نجونې موږ ته راځي چې د امن كور په نوم كومه كليمه يې هم تر غوږو نه ده رسېدلې، خو همدا چې له سخت تاوتريخوالي سره مخ شوي او هېڅ ځاى د پناه وړلو لپاره نه لري، د نورو په مرسته د امن كور ته پېژندل كېږي.))

د هغې په خبره، په همدې اوونۍ كې يې داسې پېښه درلوده چې د شپې په درې نيمو بجو يوه ښځه چې د مرګ تر حده وهل ټكول شوې، له كور څخه شړل شوې وه: (( د پوليسو له خوا د امن كور ته راوړل شوې وه، لاس او يوه پښه يې ماته وه او په لاره يې د تګ توان نه درلود.))

د قانون له جوړېدو وروسته تاوتريخوالى

د بشري حقونو د څار سازمان د آسیا د برخې مرستیال فیلیم کاین وایي، زړه بوګنوونكې ده چې په افغانستان كې د ښځو په وړاندی د تاوتریخوالي د مخنيوي قانون له جوړېدو او د طالبانو له راپرځېدو ۱۲وروسته، لا هم  ښځې د جبري ودونو، کورنیو تاوتریخوالو او جنسي تېریو په تور زنداني كېږي.

نوموړى ټینګار کوي چې افغان دولت باید د دغو تاوتریخوالو ترسره کوونکي مجرم وګڼي نه دا ښځې: (( زموږ د څېړنو ځوروونکی نتیجه داده چې د تېر کال په اوږدو کې او د بشري حقونو د څار سازمان له خوا د لومړني راپور تر خپرېدو ۱۴ میاشتې وروسته د اخلاقي جرمونو په تور د ښځو او نجونو د محاکمه کولو وضعیت خورا بد شوی دی.))

د فیلیم کاین په وينا، دوى دا وموندله چی د تېرو ۱۸میاشتو په اوږدو کې د اخلاقي جرمونو په تور د ښځو او نجونو د زنداني كولو کچه ۵۰ فيصده لوړه شوې ده: (( خو دا ښځې څوک دي؟ دا مناسبه نه ده چې موږ د بشري حقونو په اړه خبرې وکړو او د هغو انسانانو ذکر ونه کړو چې حقونه يې تر پښو لاندې شوي او قرباني شوي دي.))

نوموړۍ د داسې افغان مېرمنو بېلګې یادوي چې د خاوند د زور زياتي له كبله له کوره تېښتې ته مجبوره شوي، خو محاکمو یې دا کار جرم بللی او هغوی یې بندیانې کړې دي، په داسې حال کې چې دغو تېښتو ته د هغوی مجبوروونکي او له ښځو سره د تاوتریخوالي ترسره کوونکي لا هم آزاد ګرځي .

د هغه په خبره، د ياد راپور په خپرولو سره یې افغان حکومت ته ځینې سپارښتنې هم کړي چې باید د اخلاقي جرمونو په تړاو د ښځو د حقونو د تر پښو لاندی کولو نه مخنیوی وکړي: (( د دغو سپارښتنو په ترڅ کې له جمهوررئيس كرزي نه هم غوښتل شوي وو چې داسې فرمان دې صادر کړي چې پر بنسټ يې له کوره تېښته جرم ونه ګڼل شي او نجونې او ښځې باید په دغه تور زنداني نه شي.))

د نوموړي په وينا، د  تېرو ۱۸میاشتو په اوږدو کې په زندانونو کې د هغو ښځو او نجونو شمېر چې د اخلاقي جرمونو، زنا او له کوره د تېښتې په تور بنديانې دي، له ۴۰۰ نه ۶۰۰ ته رسېدلی او افغان حکومت او نړیوالو مرسته کوونکو ته د شرم خبره ده چې دغې ستونزې ته يې پاملرنه نه ده كړې.

فیلیم کاین په افغانستان کې د امن شته كورونو ته چې د زيانمنو ښځو ساتنه كوي، په اشارې سره وايي، دغه كورونه هم له ډېرو ګواښونو سره مخ دي: (( د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د امن ۱۸ کورونه له خطر سره مخ دي، د دغو  کورونو مالي ملاتړ د نړیوالو مرسته کوونکو له خوا  کېده، خو د ۲۰۱۴ په رارسېدو سره دغه نړيوال مرسته كوونكي هم له افغانستان سره خپلې مرستې راكموي، دوی د امنیتي مسوولیتونو د لېږد لپاره دقیق پلانونه جوړ کړي دي، خو د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب په برخه كې هېڅ پاملرنه نه كوي.))

د بشري حقونو د څار سازمان د آسیا د برخې مرستیال افغان حکومت او نړيوال ملاتړي يې ګرموي چې د افغان ښځې او نجونې يې له ګڼو ستونزو سره مخ كړې دي.

په همدې حال کې د دغه سازمان د افغانستان د برخې څېړونکی هیدر بار وایي، له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنيوي قانون د افغانستان مشروع قانون دی: (( دا یو مشروع قانون دی او د پارلمان خبرې د دغه قانون مشروعیت له منځه نه وړي، د حکومت  فرض دا دی چې دا مشروع قانون پلي کړي، ملګري ملتونه هم د دغه قانون د پلي كولو غوښتونكي دي، خو که پارلمان دا قانون لغوه كړي پايلې به يې د افغانستان لپاره ښې نه وي.))

د هغه په وينا، په داسې حال كې به نړیوال ملاتړي به د داسې یو هېواد ملاتړ ونه کړي چې هلته ۹ کلنه نجلۍ په زور ودېږي: (( همدارنګه د ملاتړو هېوادونو هغه خلک چې د افغانستان لپاره خپله مالیه استوي، هېڅ كله به خپلې دا پیسې هغه هېواد ته ورنه کړي چې پکې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي.))

له تاوتريخوالي څخه تېښته

ديارلس كلنه ناهيده چې له كور څخه د تېښتې په تور نيول شوې او د بادام باغ په زندان كې ده وايي: (( پلار مې دوه ښځې درلودې او پخپله لس كاله پخوا مړ شوى او مور مې هم بل واده كړى دى، كله چې مور مې واده وكړ او له موږ څخه جدا شوه، نو زه او خور مې د ميرې تر لاس لاندې شو، ميرې به مې پر موږ زيات ظلم كاوه او په هره پلمه به يې وهلو ټكولو.))

د هغې په وينا، له دې وهلو ټكولو څخه ډېر په تنګ شول او يوه ورځ يې كور پرېښود: (( دوهمې حوزې ته ولاړم او له حوزې څخه يې دلته راوستم، اوس مې يو كال او دوه مياشتې قيد وتلى، خو نه پوهېږم چې د څه لپاره په زندان كې ساتل كېږم.))

د ولسي جرګې د ښځو چارو د كمېسيون مشره فوزيه كوفي وايي چې ډېرى زنداني ښځې له كور څخه د تېښتې له كبله زندان ته اچول شوې دي.

د هغې په وينا، سره له دې چې له كور څخه تېښته جرم نه دى، خو ۷۰ فيصده زنداني ښځې د دې جرم له كبله په زندان كې دي: (( ستونزه دا ده چې ښځې له كور څخه د تېښتې له كبله د اخلاقي جرمونو په پلمه په زندان كې لوېږي، كه چېرې د افغانستان په قوانينو كې دا څرګنده نه وي، نو ښه به دا وي چې د قانون په دې برخه كې تعديل راولو او واضح يې كړو، ترڅو د ښځو په برخه كې د څارنوالۍ او پوليسو لپاره د ناسم تعبير زمينه له منځه ولاړه شي.))

كه څه هم كورنى تاوتريخوالى، اقتصادي ستونزې، ناوړه دودونه لكه جبري ودونه، په بدو كې د نجونو وركول او د ځينو كورنيو له خوا د نجونو د حقونو تر پښو لاندې كول له كور څخه د تېښتې سبب ګرځي، خو د بشري حقونو د خپلواك كمېسيون مسوولين وايي، ناپوهي، د انځوريزو رسنيو زياتوالى او د مبتذلو فلمونو او سريالونو ښودل او له موبايل څخه ناوړه ګټه اخيستنه هم له كور څخه د نجونو د تېښتې علتونه بلل كېږي.

له كور څخه د تېښتې قربانيان ډېر ځله د امن كورونو ته پناه وړي او يا هم د دواړو خواوو د غوښتنې په صورت كې خپلو كورنيو ته ورسپارل كېږي، خو ځينې وختونه بيا نجونو ته له كور څخه له تېښتې وروسته ډېرې ناوړې پايلې په تمه وي. د تېښتې په پېښو كې دواړه خواوې (هلك او نجلۍ) له زده كړو څخه لرې پاتې كېږي او له ټولنې څخه هم لرې كېږي، بلخوا كله چې يوه نجلۍ له ريبارۍ او واده پرته د بل چا كور ته ځي، نو د مېړه او د هغه د كورنۍ له ناوړه چلند او خبرو سره مخ كېږي.

په همدې ډول تېر كال په هلمند ولايت كې يو پلار خپلې دوه لوڼې له كور څخه د تېښتې په جرم ووژلې، د دې په څېر زياتې داسې پېښې موجودې دي چې د هېواد په ځينو ولايتونو كې ښځې او نجونې له كور څخه د تېښتې په تور د خپلو پلرونو او خپلوانو له خوا وژل شوې دي.

په داسې حال كې چې د كابل ښار يو تن ملا امام مولوي محمد ياسين د هغو كسانو په هكله چې  خپلې لوڼې له كور څخه د تېښتې په جرم په قتل رسوي وايي :په اسلامي ټولنه كې هغه كسان چې كوم جرم سر ته رسوي پايد جرم ېې د اسلامي محكمې له لورې تصويب او مجرم ته د محكمې له لوري سزا وركړل شي نه د نورو له خوا.

د بشري حقونو د خپلواك كمېسيون د ښځو د ملاتړ د برخې مسووله ثريا صبحرنګ وايي، ډېرى هغه ښځې او نجونې چې له كور څخه تښتي، له اتلسو كلونو څخه كم عمره نجونې او نوې واده شوې ښځې دي: (( له كور څخه د ښځو او نجونو د تېښتې د مخنيوي لپاره بايد د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د كمېدو په برخه كې پراخې هڅې ترسره شي، خو تراوسه دا هڅې نه دي ترسره شوي.))

صبحرنګ زياتوي، هره ورځ دوى له كور څخه د تېښتې د لا زياتو پېښو شاهدان وي: (( په خواشينۍ سره بايد ووايم چې د تېښې عوامل پر خپل ځاى دي، حكومت، نړيواله ټولنه او د بشري حقونو خپلواك كمېسيون له خپلو زياتو هڅو سره نه دي توانېدلي چې د دې كار مخه ونيسي.))

د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون د استازو د عمومي مجلس په غونډه كې تر غور لاندې ونيول شو، خو د ځينو محافظه كارو استازو له سختو مخالفتونو سره مخ شو او د دې سبب شو چې يو كمېسيون دې موظف شي، ترڅو په دې اړه تصميم ونيسي.

ياد قانون د جمهوررئيس له خوا لاسليك شوى او اوسمهال د هېواد په محكمو كې اجرا كېږي.

د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون هغه ټكي چې استازو ورسره مخالفت وكړ، د واده د عمر ټاكل، له څو ښځو سره واده كول، د امن كورونو ته د ښځو مراجعه، د تاوتريخوالي د عاملينو لپاره د جرم ټاكل، د ښځو له خوا د مېړه د ټاكلو حق او له جبري ودونو سره مخالفت وو.

د استازو په مجلس كې له دې قانونې سره سخت مخالفتونه په داسې حال كې كېږي چې په هېواد كې مېشت بهرني ځواكونه د ۲۰۱۴ كال په پاى كې زموږ هېواد پرېږدي چې په اړه يې په هېواد كې مدني ټولنې او د ښځو د حقونو فعالين اندېښمن دي او وايي، هسې نه چې د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته د تاوتريخوالي په كمولو كې د ښځو ۱۲ كلنې لاسته راوړنې له منځه ولاړې شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA