ads

د مس عينك پروژه، لا هم د كاغذ پر مخ

د نړۍ د مسو ستره زېرمه مس عينك، د ۲۰۰۸ میلادي كال د می میاشتې په ۲۵ مه د افغانستان د كانونو وزارت او د چين د  ام سي سي كمپنۍ تر منځ د يوه تړون له مخې چينايانو ته وسپارل شوه او ټاكل شوې وه چې له دغه نېټې، پوره ۵ كاله وروسته، یعنې […]

نویسنده: The Killid Group
26 وږی 1392
د مس عينك پروژه، لا هم د كاغذ پر مخ

د نړۍ د مسو ستره زېرمه مس عينك، د ۲۰۰۸ میلادي كال د می میاشتې په ۲۵ مه د افغانستان د كانونو وزارت او د چين د  ام سي سي كمپنۍ تر منځ د يوه تړون له مخې چينايانو ته وسپارل شوه او ټاكل شوې وه چې له دغه نېټې، پوره ۵ كاله وروسته، یعنې د روان ۲۰۱۳میلادي كال د می په ۲۵

د نړۍ د مسو ستره زېرمه مس عينك، د ۲۰۰۸ میلادي كال د می میاشتې په ۲۵ مه د افغانستان د كانونو وزارت او د چين د  ام سي سي كمپنۍ تر منځ د يوه تړون له مخې چينايانو ته وسپارل شوه او ټاكل شوې وه چې له دغه نېټې، پوره ۵ كاله وروسته، یعنې د روان ۲۰۱۳میلادي كال د می په ۲۵ یې د استخراج چارې پيل شي، خو اوس چې پر يادې نېټې شاوخوا څلور مياشتې وراوښتې دي، نه یوازې د دغې پروژې عملي چارې نه دي پیل شوې، بلکې د چینايي پانګوالو یوې ډلې د مسو د کان د کیندولو پر معامله چې څه باندې درې ملیارده ډالره ارزښت لري، د بیا غور غوښتنه کړې ده.

دا موضوع د کانونو وزارت هم تاییدوي او وايي، د چين ام سي سي كمپنۍ نه ده حاضره چې د تړون ځینې شرطونه عملي کړي. د كانونو او پطروليم وزارت وياند رفيع الله صديقي کلید ته وویل، د شمال له بندرونو تر تورخمه د رېل پټلۍ رغول، په باميانو كې د ۴۰۰ مېګا واټه په ظرفيت د برېښنا د توليد د دستګاه جوړول، د مسو د ذوب د فابرېكې جوړول او افغان حكومت ته د حق الامتياز وركړه، هغه موارد دي چې د چين ام سي سي كمپنۍ يې له عملي كولو ډډه کوي.

له بل لوري له اداري فساد سره د مبارزې یوې خپلواکې ادارې (IWA) ویلي، چینايي لوري همدا راز غوښتنه کړې چې د مسو کان د کیندلو کار راتلونکو پنځو کلونو ته وځڼډوي، نو په عملي ډول به یې کار په ۲۰۱۹ (میلادي) کال پیل شي.

دا چې ام سي سي كمپنۍ ولې د دغو موادو له عملي كولو ډډه کوي، په دې تړاو د كانونو او پطروليم وزارت اوسنۍ او پخوانۍ رهبرۍ سره وېشلې دي. له تېرې رهبرۍ اشاره د ابراهيم عادل په مشرۍ د وزارت پخوانۍ مشرتابه ته ده چې د چين له ام سي سي كمپنۍ سره يې د مس عينك كان قرارداد لاسليك كړى دى.

د كانونو وزارت اوسنۍ رهبري وايي، دوى په دې ټينګار لري چې بايد په تړون كې ذكر شوي ټول مواد ام سي سي كمپنۍ عملي كړي. د دغه وزارت د وياند رفيع صديقي په خبره، د مس عينك قرارداد په تېزۍ او له ډېر غور پرته لاسليك شوى: (( كه په تړون كې ستونزه نه واى، نو ام سي سي ولې دا جرئت وكړ چې نن د هغو موادو چې ډېر يې په ګټه نه دي عملي نه كړي او يا په تړون د بيا غور كولو غوښتونكي شي.))

خو پخوانی وزير ابراهيم عادل له كليد سره په مركه كې وويل، تړون په پوره غور سره لاسليك شوى او هېڅ ستونزه نه لري، بلكې اوسنۍ رهبري هومره مسلكي نه ده چې ګټه ترې واخلي: (( ښه كه دې تړون كې فرض كړئ، ستونزه وي، نو په تېرو پنځو كلونو كې ولې په دې كار نه كېده او دغه ستونزه نه حلېده.)) دې ته په غبرګون كې صديقي وايي، د عملي كار د پيلېدو له ټاكل شوې نېټې يوازې ۴ مياشتې تېرې شوې، په تېرو پنځو كلونو كې چينايانو ټولې سروې ګانې او پلانونه بشپړ كړي، دوى وليدل يو شمېر موارد چې په تړون كې ذكر شوي د دوى لپاره ډېر ګټور نه دي، نو ترې په شا شوي: (( موږ له ام سي سي سره په خبرو لګيا يو، زموږ ټينګار همدا دى چې په تړون كې ذكر شوي موارد بايد عملي شي.))

صديقي زياتوي، اوس هم خبرې دوام لري، د چينايانو له اړخه يو ځل بيا تمايل ليدل شوى، وزير وحيد الله شهراني څو څو ځله له دې كبله چين ته هم سفرونه كړي او هيله من يو چې ډېر ژر د مس عينك كان د استخراج چارې پيل شي.

هڅه مو وكړه چې د قرارداد د بل اړخ ام سي سي كمپنۍ نظر هم له ځان سره ولرو، خو له پرله پسې هڅو سره سره دغه كمپنۍ حاضره نه شوه چې مركه وكړي.

د كانونو وزارت د تېرې او اوسنۍ رهبرۍ د دغو ناندريو په تړاو مو د سياسي او حقوقي چارو كارپوه ډاكټر فيض محمد ځلاند هم راغږولى دى.

نوموړى وايي، په داسې هېوادونو كې چې د افغانستان په څېر د تړونونو د لاسليكولو په برخه كې تجربه نه لري، حتما يې تړونونه هم ستونزې درلودلى شي. خو دا په دې معنی نه ده چې په تړون كې ستونزې يوه پلمه وي او په بيا نوي كولو كې يې شخصي او د نورو ګټې ځاى شي.

د ځلاند په خبره، په يو شمېر افريقايي هېوادونو كې لويې طبيعې زېرمې وجود لري، خو له دې كبله چې دغو هېوادونو د تړونونو د لاسلیکولو او ګټو د سنجولو په برخه کې تجربه نه درلوده، اوس هم غريب هېوادونه دي.

ځلاند زياتوي، دغه راز په هغو هېوادونو كې چې امنيتي ستونزې وجود لري او د ملي ګټو تعريف هم تر ډېره ناڅرګنده وي، شونې ده چې له دغسې تړونونو شخصي استفادې وشي.

ځلاند وړاندې وايي، د دغې موضوع د روڼتیا لپاره بايد دواړه لوري، د وزارت اوسنۍ او پخوانۍ رهبري حقوقي محكمې ته حاضر كړاى شي، څو ملامت او سلامت ښكاره شي.

له ((نن ټكس) څخه تېښته

له بل لوري ويل كېږي چې ام سي سي کمپنۍ سږ كال هغه اندازه پيسې چې هر كال يې بايد د حق الامتياز په نوم حكومت ته وركړې وای نه دي ورکړي. دغو پیسو ته په مالي اصطلاحاتو كې  نن ټكس وايي.

كه څه هم د افغانستان د استخراجي صنايعو اداره وايي تر دې مهاله يې د سږني لمريز كال راپور نه دی چمتو كړى او ماليې وزارت ته د ام سي سي لخوا د سږني لمريز كال د نن ټكس د وركړې په تړاو معلومات نه لري، خو په ولسي جرګه كې د لوګر يو شمېر استازو ادعا كړې هغه پيسې چې هر كال به ام سي سي كمپنۍ د قراداد له مخې د افغانستان حكومت ته وركولې سږ كال نه دي وركړې.

د افغانستان د استخراجي صنايعو نوښت يا اې اى ټي اى د استخراجي صنايعو له دركه ملي بودجې ته د پيسو د وركړې شفافيت څېړي.

د تړون نه خپرېدل

تر دې وړاندې د مس عينك كان د استخراج پر وړاندې يو شمېر نور خنډونه هم راټوكېدلي او د كليد ګروپ وروستيو څېړونو وښوده چې هغه لا هم پر ځاى دي، خو په دومره توپير چې د لومړنيو كارونو او مرستندويه بنسټونو د جوړولو پر وړاندې خنډ نه دي.

یوه له دغو ستونزو د مس عینک د تړون نه خپرېدل دي، په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي وایي، تر دې مهاله هم دوی د مس عینک تړون ته لاسرسی نه لري.

محمد اکبر ستانکزی وایي، دوی په وار وار د ولسي جرګې د کمسیونونو په غونډو کې د کانونو وزارت له چارواکو غوښتي چې د مس عینک تړون دې د دوی په واک کې ورکړل شي، خو په خبره یې دغه کار نه دی شوی.

له بل لوري د کانونو پخوانی وزیر ابراهیم عادل وایي چې د ستونزې د روڼتیا لپاره دې تړون خپور شي، د نومړي په خبره چمتو دی چې د راپور تر خپرولو وروسته هر ډول مسوولیت پر خپله غاړه واخلي.

بل مورد په مس عینک كان كې د لرغونو اثارو شتون دی چې په بودايي دورې پورې اړه لري.

د اطلاعاتو او كلتور وزارت ادعا كوي چې تر ۹۰ فیصده پورې یې د دغو اثارو د خوندیتوب چارې بشپړې کړې، خو تر څنګ يې دا هم نه شي ويلاى چې څه وخت به يې كار کاملا پاى ته رسېږي.

د دغه وزارت د لرغون پېژندنې رئيس عبدالقدير تيموري د پورتنیو موادو د پخلي ترڅنګ د كانونو او پطروليم وزارت تورنوي چې د نه مرستې له كبله يې کارونه ټکني شوي دي: (( د كانونو وزارت سره د هغه قراداد له مخې چې بايد د دغې سيمې د پاكولو لپاره د وسايلو په برخه كې مرسته وكړي، اقدام نه دی شوی.))  خو تیموري هیله من دی چې ډېر ژر له دغه سيمې لرغوني اثار امنو سيمو ته ولېږدوي.

ناامني ګواښ نه دی

د مس عينك تړون له ځينو موادو د ام سي سي تر شا تګ وړاندې د دغه كان د استخراج پر وړاندې بل خنډ ناامني يادېده، لوګر نا امنه دى، خو د مس عينك پروژې ته جدي ګواښ نشته دی.

د لوګر والي ارسلا جمال وايي، فكر نه كوي د لوګر نا امني دې هم د مس عينك كان د پروژې د ځنډ يو عامل وي.

د والي په خبره، ام سي سي كمپنۍ د امنيت د نشت په اړه د استدلال پرمهال هغه توغول شوي راکټونه یادوي چې مس عینک سیمې ته له څنګلورو نا امنو سيمو توغول كېږي، خو د ده په خبره دغه راكټونه د مس عينك له پروژې لرې لګېدلي او داسې كوم لوى ګواښ نه دى چې د مس عينك د پروژې كار دې وننګوي.

د جمال په وینا، د مس عينك په پروژه كې د كورنيو چارو وزارت كنډك وجود لري چې د سرتېرو شمېر يې تر ۱۵۰۰ پورې رسېږي او يوازينۍ دنده يې د دغې پروژې ساتل دي.

د لوګر والي ارسلا جمال وايي، ځینې نور موارد سبب شوي چې چينايان ونه غواړي دغه پروژه په تېزۍ مخته يوسي: (( په نړۍ كې د مسو بيه رالوېدلې، په هغه بيه چې چينايانو د دغه كان تړون كړى او كوم شرطونه يې منلي د نورې نړۍ د معمول خلاف ورته لږ ګران پریوزي، ښايي دې او دې ته ورته ټكو چينايان هڅولي وي چې په تړون له سره غور وكړي.))

د یادولو ده، د مس عینک په تړون کې حقوقي ستونزې داسې مهال مطرح کېږي چې د کانونو وزارت مرستیال نصیر احمد دراني د ۱۳۹۰ کال د لړم په میاشت کې کلید ته ویلي و، دوی ژمن دي چې د مس عینک د پروژې کار د پخوانۍ رهبرۍ د بې پروایۍ له کبله یوازې په یوه کال ځنډ په ۱۳۹۳ کال کې پیل کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA