ads

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله سبا له هند سره ډګر ته ووځي

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به د جنوبي اسيا هېوادونو د فوټبال سياليو (ساف) په پاى لوبه کې سبا چارشنبه له هندوستان سره مخامخ شي. تر دې مخكې افغانستان په لومړۍ نيمه پاى لوبه کې نيپال ته يو پر صفر ماتې ورکړه او پاي لوبې ته يې لاره پيدا کړې وه. د افغانستان د […]

نویسنده: The Killid Group
19 وږی 1392
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله سبا له هند سره ډګر ته ووځي

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به د جنوبي اسيا هېوادونو د فوټبال سياليو (ساف) په پاى لوبه کې سبا چارشنبه له هندوستان سره مخامخ شي. تر دې مخكې افغانستان په لومړۍ نيمه پاى لوبه کې نيپال ته يو پر صفر ماتې ورکړه او پاي لوبې ته يې لاره پيدا کړې وه.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به د جنوبي اسيا هېوادونو د فوټبال سياليو (ساف) په پاى لوبه کې سبا چارشنبه له هندوستان سره مخامخ شي.

تر دې مخكې افغانستان په لومړۍ نيمه پاى لوبه کې نيپال ته يو پر صفر ماتې ورکړه او پاي لوبې ته يې لاره پيدا کړې وه.

د افغانستان د فوټبال فدراسيون د ځوانانو د څانګې مسوول علي کاظمي پژواک خبري اژانس ته ويلي چې پرون په دويمه نيمه پاى لوبه کې هندوستان مالديف ته يو پر صفر ماتې ورکړه او پاى لوبې ته يې لاره پيدا کړه.

ټاکل شوې ده، چې د افغانستان او هندوستان ترمنځ پاى لوبه د چهارشنبې په ورځ ترسره شي.

كه افغانستان له خپل هندي سياله ياده لوبه وګټي نو د لومړي ځل لپاره به د جنوبي آسيا د فوټبال اتلولي ترلاسه كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA