ads

د رسنيو پراختيا او د تاوتريخوالي اندېښنه

د افغانستان له آزادو رسنيو د ملاتړ ادارې (نى) د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي له زياتوالي څخه د اندېښنې په څرګندولو سره خبردارى وركړى چې د جمهوري رياست د ټاكنو په نږدې كېدو سره به دا تاوتريخوالى لاپسې زيات شي. د افغانستان له آزادو رسنيو د ملاتړ ادارې (نى) د خبريالانو په وړاندې د […]

نویسنده: The Killid Group
13 وږی 1392
د رسنيو پراختيا او د تاوتريخوالي اندېښنه

د افغانستان له آزادو رسنيو د ملاتړ ادارې (نى) د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي له زياتوالي څخه د اندېښنې په څرګندولو سره خبردارى وركړى چې د جمهوري رياست د ټاكنو په نږدې كېدو سره به دا تاوتريخوالى لاپسې زيات شي.

د افغانستان له آزادو رسنيو د ملاتړ ادارې (نى) د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي له زياتوالي څخه د اندېښنې په څرګندولو سره خبردارى وركړى چې د جمهوري رياست د ټاكنو په نږدې كېدو سره به دا تاوتريخوالى لاپسې زيات شي.

د يادې ادارې مشر صديق الله توحيدي د زمري په ۲۹مه په يوې خبري غونډه كې ويلي چې د روان ميلادي كال د لومړيو شپږو مياشتو په ترڅ كې د خبريالانو په وړاندې تاوتريخوالى د تېر ميلادي كال د ورته مودې په پرتله ۶۵ فيصده زيات شوى دى.

د هغه په وينا، دا شمېره هره ورځ د لوړېدو په حال كې ده او د خبريالانو په وړاندې تر ټولو زيات تاوتريخوالى د حكومت د منسوبينو لخوا ترسره شوى دى چې په دې تاوتريخوالي كې وهل ټكول، رټل او ګواښل، د عدلي او قضايي بنسټونو لخوا فشارونه او د خبريالانو نيول كېدل شامل دي.

نوموړى وايي، ډېر ځله بيا خبريالان د سازمانونو ترمنځ د ستونزو ښكار هم ګرځي: (( دا په دې مفهوم ده چې په روان ميلادي كال كې د خبريالۍ دنده له جدي ستونزو سره مخ ده او كه د خبريالانو په وړاندې تاوتريخوالى په همدې ډول دوام ومومي، د كال په وروستيو كې به د دې تاوتريخوالي د يو لوړ رقم شاهدان واوسو.))

د همدې لپاره له خبريالانو څخه وغوښتل شول چې كه چېرې د ټاكنو په پروسه كې له ستونزو سره مخ شي، نو له آزادو رسنيو د ملاتړ ادارې ته دې خبر وركړي.

د يادونې وړ ده چې د روان كال په نيمايي كې د بيان له آزادۍ څخه د ملاتړ او د خبريالانو لپاره د مناسبې كاري فضا د برابرولو په هدف ګټور او د اهميت وړ كارونه ترسره شوي چې د بېلګې په توګه كولاى شو د افغانستان د خبريالانو د فدراسيون له جوړېدو څخه يادونه وكړو چې د هېواد د رسنيو په تاريخ كې د ارزښت وړ لاسته راوړنه بلل كېږي.

د دې فدراسيون جوړېدل تر يوه حده له خبريالانو څخه د ملاتړ د بنسټونو ترمنځ د همغږۍ فضا رامنځته كړې ده او د خبريالانو او رسنيو په وړاندې د بېلابېلو فشارونو مخه يې تر يوې اندازې نيولې ده.

د خبريالانو په وړاندې بې غوري

د روان ميلادي كال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغان خبریالان له ۴۱ ګواښونو او د تاوتریخوالي پېښو سره مخ شوي دي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه افغان دولت ګرم بولي چې د خبریالانو او رسنیو په وړاندې یې بې غوري سبب شوې چې دا ګواښونه لا پسې پراخ شي.

د یادې کمېټې غړی نجیب شریفي وایي، د هغه رپوټ له مخې چې دغې کمېټې خپور کړى، په هېواد کې درې ډلې له خبریالانو سره په تاوتریخوالي او ګواښونو کې ښکېل دي: ” افغان دولت چې د ۲۸ په سلو کې پېښو مسوولیت لري، طالبان چی دوه پر درېیمه دغه تاوتریخوالی هغوی ته نسبت ورکړل شوی او وسله والې نامسووله ډلې، خو د رسنیو، بیان د آزادۍ او د خبریالانو په وړاندې د حكومت بې غوري دغو وسله والو ډلو ته لا هم جرات وربښي چې خبریالان له ګواښونو سره مخ كړي.”

نوموړى زياتوي، کېدای شي دغه نامسووله وسله والې ډلې په راتلونكي كې د خبريالانو په وړاندې خپلو ګواښونو ته لا زور وركړي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه په هېواد کې خپره ناامني د خبریالانو د تهدیدولو تر ټولو لوى علت ګڼي او وايي، د ناامنیو په شتون کې امنیتي او دولتي مسوولینو هم له خبریالانو سره له مرستې نه اوږې سپکې کړې دي او په دې پلمه چې دوى د پېښې په ځای کې د امنیت په ساتلو اخته دي، خبریالانو ته یې د معلوماتو له ورکولو نه ډډه كړې ده.

شريفي زياتوي، دا پېښې زیاتره په ولایتونو کی لیدل شوي او که خبریال ټینګار کړی چې له دولتي مسوول نه معلومات ترلاسه کړي، نو د هغه لخوا ګواښل شوی دی.

د اطلاعاتو په ورکړه كې د دولتي چارواکو نه مرسته سبب شوې چی د حکومت او خبریالانو ترمنځ واټن رامنځته شي،  خو دولت هڅه کړې چې دا واټڼ په خبریالانو د فشار له لارې  لرې کړي چې دغه كار بيا برعكسه نتيجه وركړې، ځكه خبریالان دغه فشار ته تسلیم شوي نه دي او  په تبلیغاتي جګړه کې رسنیو د دولت مخالف دریځ غوره کړى چې دا د دښمن په ګټه تمام شوى دى.

مالي ستونزې

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه باوري ده چې د هېواد اقتصادي کمزورتیا  او امنيتي لېږد د خبریالانو او رسنیو په شتون ډېره اغېزه كړې ده، ځكه د اقتصادي کمزورتیا په حالت کې د رسنیو کارکوونکو خپل امتیازات له لاسه ورکړي دي.

خو په همدې حال کې د يادې كمېټى غړى نجیب شریفي وایي، له خبریالانو نه ناوړه ګټه اخیستل او د هغوی تطمیع کول بله غټه ستونزه ده چې دا مهال په خبریالانو کې لیدل کېږي.

د هغه په وينا، ډېرى حکومتي چارواکي خبریالانو ته ځینې امتیازات یا پیسې ورکوي، څو د هغوی کاري نيمګړتياوې را برسېره نه کړي.

نجیب شریفي دا ستونزه د خبریالۍ  لپاره خطرناکه او د خبریالۍ په مسلك كې يې د باور وژونكې ګڼي.

نوموړى وايي، د تاوتریخوالي او جګړو له ناخوالو څخه د راپور په جوړولو کې ډېرى وخت  د خبریال اروایي حالت خراب او روغتیا یې له خطر سره مخ وي.

بلخوا د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه د نړیوالو مرستو راکمېدل هم په افغانستان کې د خبریال او رسنۍ لپاره لويه ستونزه ګڼي او وایي، له هغه ځایه چې په افغانستان کې ډېرى رسنۍ د بهرنیانو په مرسته او ملاتړ رامنځته شوې وې، نو کله چې دا مرستې ختمې شي د رسنیو کارکوونکي هم باید خپل کار ته د پای ټکى کېږدي.

د يادې كمېټې په وينا، له همدې كبله مالي ستونزې د رسنيو كاركوونكي تر ستوني نیسي او بې روزګاري یې تهدیدوي.

د ټوليزو رسنيو قانون په ۱۳۸۶ لمريز كال كې د افغانستان د ملي شورا له خوا تصويب شو چې اوسمهال نږدې  ۵۵ شخصي ټلويزيوني شبكې،  له ۱۵۰ څخه زياتې راډيويي شبكې، ۱۷۷چاپي رسنۍ لكه ورځپاڼې، اوونيزې، مجلې او داسې نور د هېواد په زياتره سيمو كې خپرونې لري.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت چارواكي وايي، له ۲۰۰۱ كال راپدېخواه دې وزارت ۹۰۰ غږيزو، چاپي او انځوريزو رسنيو ته د فعاليت جواز وركړى چې په دې منځ كې د خصوصي رسنيو شمېر له دولتي رسنيو څخه زيات دى.

د يوې لسيزې په ترڅ كې د رسنيو پراختيا د جمهوررئيس حامد كرزي د حكومت د دورې يوه لاسته راوړنه بلل كېږي، خو اوس دا لاسته راوړنه هم له بېلابېلو ګواښونو او ستونزو سره مخ ده.

بلخوا په افغانستان کی د تېرو شپږو میاشتو  په اوږدو کی ۱۷ نوې رسنۍ هم رامنځته شوې دي، خو ۹ نورو د مالي ستونزو له كبله خپل کار ته د پای ټکى ایښى .

له ستونزو سره د مقابلې دنده

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه په افغانستان کې د خبریالۍ دنده تر بل هر کار نه خطر ناکه، سخته او له ګواښ ډکه بولي.

دا کمېټه په دې باور ده چې افغان خبریال کاري خوندیتوب نلري، د هغوی په کار ګمارلو کې عدالت نه مراعاتېږي او د رسنۍ له مالک سره یې کاري قرارداد یو اړخیزه او د مالک په ګټه دى.

خو په همدې حال کې دا هم ویل کېږي چې د ژورنالیزم په فن او اصولو د ځینو خبریالانو نه پوهاوى هم هغوی له ګواښونو سره مخ کړي دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي، کېدای شي له اوسه او بیا د ټاكنو له ترسره كېدو وروسته افغان خبریالان له بېلابېلو ګواښونو سره مخ شي، ځكه مخالفین به د دې لپاره چې د ټاکنو بهیر ګډوډ کړي نا امنیو ته به لمن ووهي او ناامني د خبریال پر کار او ژوند بده اغېزه كوي.

نوموړې كمېټه نړیواله ټولنه هم ګرموي چې په وروستیو دريو کلونو كې يې په افغانستان کې د بیان آزادۍ او د خبریال کار او ژوند ته پام نه دى كړى او په وينا يې، د رسنیو د راتلونکې په اړه کومه ځانګړې پالیسي نشته، چې له كبله يې د بیا ن ازادي چې د تېرو لسو کالو ستره لاس ته راوړنه ده، له خطر سره مخ شي.

هاخوا بيا د اطلاعات او فرهنګ وزارت چارواكي هم د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي زياتوالى تاييدوي او وايي، دا وزارت هڅه كوي ترڅو د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي له زياتوالي مخنيوى وكړي.

د دې وزارت په وينا، په وار وار يې له امنيتي ځواكونو څخه غوښتي چې د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي مخه دې ونيسي.

د نوموړي وزارت مطبوعاتي سلاكار جلال نوراني د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي له زياتوالي څخه د ژورناليستانو د اتحاديې او د نى موسسې اندېښنه په ځاى بولي: (( خو د اطلاعات او فرهنګ  وزارت د يو چارواكي په صفت بايد دا ووايم چې د دې ستونزې په اړه د اطلاعات او فرهنګ وزير او ټول چارواكي اندېښنه لري، كه څه هم ځينې وختونه موږ په بېغورۍ تورنېږو چې د دې تاوتريخوالي په اړه كوم غبرګون نه لرو، خو غواړم دا ووايم چې دا وزارت د ژورناليستانو له اتحاديې، نى او له خبريالانو څخه د ملاتړ له نورو بنسټونو سره همغږى دى او بايد ټول خپل غږ جمهوررئيس، دفاع وزارت او د كورنيو چارو وزارت ته ورسوو.))

جلال نوراني وايي، دوى د ملي امنيت رياست او د كورنيو چارو وزارت ته ډېر ليكونه استولي چې د خبريالانو امنيت دې وساتي: (( له دولتي چارواكو څخه دا غواړو چې د دې تاوتريخوالي مخه دې ونيسي.))

د نوموړي په وينا، كوم كسان چې غواړي د جمهوري رياست د ټاكنو لپاره كمپاين وكړي كولاى شي مطبوعات په خپل خدمت كې وګوماري: (( موږ دا نشو كولاى چې رسنيو ته په هر ګام كې دا ووايو چې څه بايد وكړي او څه ونه كړي، رسنۍ پخپله بايد له هېڅ يو كانديد څخه ملاتړ ونه كړي.))

نوراني زياتوي، دا سمه ده چې حكومت د جمهوررئيس تابع دى، خو دا په دې مانا نه ده چې يو ديكتاتور جمهوررئيس دې مطبوعاتو ته دا امر وكړي چې څه وكړي او څه دې ونه كړي: (( غواړم تاسو ته دا ډاډ دركړم چې په اطلاعات او فرهنګ وزارت پورې اړوند رسنۍ به د جمهوري رياست د ټاكنو په كمپاين كې ډېر بې طرفانه عمل وكړي او له هېڅ يو كانديد څخه به پلوي ونه كړي.))

په رسنيو كې د ښځو ونډه

د افغانستان له آزادو رسنيو څخه د ملاتړ ادارې (نی) اجرايوي مشر عبدالمجيب خلوتګر وایي، وروستۍ څېړنې چې دوی په ۲۰۱۱ میلادي كال كې ترسره كړې، دا ښودلې چې په رسنيو كې په ټولیز ډول له ۲۴۰۰ څخه زياتې ښځې په كار بوختې وې، خو په وینا یې، اوس له دې شمېرې څخه له ۲۵۰ څخه زياتو ښځو خپلې دندې پرېښې دي.

د هغه په وینا، د هغو څېړنو پر بنسټ چې دوی ترسره کړي، په رسنيو كې د ښځو د ونډې كمېدل دوه مهم علتونه لري، لومړنی علت د مخالفينو له لوري د رسنيو پر ښځينه كار كوونكو امنيتي فشارونه دي او دوهم علت يې دا دی، کورنۍ له دې څخه وېره لري چې ښځينه كار كوونكې په رسنيو كې په كار كولو سره له ټولنيزو ستونزو سره مخ نه شي.

خلوتګر وایي چې په عمومي ډول په هېواد كې د نړيوالو بنسټونو له لوري د مالي مرستو په كمېدو سره هم دا ستونزه زياته شوې ده.

دا چې په ۲۰۱۴ كال كې به دا ونډه نوره هم كمرنګه شي او كه نه؟ خلوتګر یې په اړه وايي: (( زموږ هیله دا ده چې كمه نه شي، ځكه چې دا پخپله ښځې او د هغوی كورنۍ دي چې كولای شي په دې اړه د خلكو وړاندوینې ناسمې وښيي.))

د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي بېلګې

د ۲۰۱۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې  افغان خبریالان له ۴۱ ګواښونو او د تاوتریخوالي پېښو سره مخ شوي چې د بېلګې په توګه يې له ځينو پېښو څخه يادونه كوو.

په هرات ولايت كې د يك ټلوېزيون پر خبريالې عاطفې غوري د روان كال د چنګاښ د مياشتې په ۲۴مه د هرات ولايت د ماشومانو د اصلاح او تربيې مركز د آمر له خوا فزيكي بريد شوى و او وهل ټكول شوې وه.

په كندوز ولايت كې د زهره راډيو مسووله ناجيه خدايار وروسته له هغې چې په ۲۰۰۴ كال كې يې په دې ولايت كې دا راډيو تاسيس كړه، په دوامداره توګه د ټيليفون له لارې د نامعلومو كسانو له خوا ګواښل كېږي.

په كاپيسا ولايت كې د صداى نجراب راډيو خبريال محمد محسن هاشمي د روان كال د غويي د مياشتې په ۱۲مه د شپې له خوا په خپل كور كې ووژل شو او امنيتي ځواكونو يې مړى وروسته له ۱۸ ورځو د اوبو په يوې څاه كې وموند.

د افغانستان له آزادو رسنيو د ملاتړ ادارې (نى) مشر صديق الله توحيدي وايي، په تېرو دريو كلونو كې د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي زياتوالى او د هغوى وژنه د دې سبب شوې چې د خودسانسورۍ فضا د اطلاع رسولو پر فضا اغېزه وكړي او په ډېرو مواردو كې بيا خبريالان د خپل خونديتوب په خاطر مجبوره دي چې خودسانسوري وكړي او دا خودسانسوري په حقيقت كې د خلكو حق چې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق دى، ضايع كوي.

نوموړى ټينګار كوي، په هغه صورت كې چې دولت لازم تضمينونه خبريالانو ته وركړي، هغوى به ځان مكلف وګڼي، چې بې طرفه، راڼه او منصفانه معلومات خلكو ته ورسوي.

توحيدي خبردارى وركړ چې كه چېرې خودسانسوري پراخه شي، په دې مفهوم ده چې زياتره واقعيتونه به پټ پاتې شي او دا كار به په افغانستان كې د اطلاع رسولو په فضا ناوړه اغېزه و كړي.

كه څه هم د روان كال په تېرو شپږو مياشتو كې د رسنيو او خبريالانو په وړاندې زياتې ستونزې موجودې وې، خو بيا هم په ټوليز ډول ۵ انځوريزو، ۸ غږيزو او ۴ چاپي رسنيو نوى په فعاليت پيل كړى دى.

پايله

د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي او ګواښونو زياتوالي د خبريالۍ دنده او په هېواد كې د رسنيو راتلونكې له ستر ګواښ سره مخ كړې او د دې اندېښنې تر ټولو لوى علت، د دولت له لوري د نه علاقمندۍ او لازمې ارادې نشتوالى، د خبريالانو لپاره د مصئونې كاري فضا نه رامنځته كول او د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي په پېښو كې د دولتي كارمندانو زياته ونډه ده.

د ۲۰۱۳ كال په لومړيو شپږو مياشتو كې حكومتي كاركوونكي د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي د ۱۲ پېښو مسوول دي چې له دې شمېرې څخه پوليسو د ۳ پېښو، ملي امنيت د ۴ پېښو او د حكومتي بنسټونو كار كوونكي د ۵ پېښو مسوول ګڼل شوي دي.

اوس بايد نړيواله ټولنه د بيان د آزادۍ او رسنيو د ملاتړ په برخه كې روښانه دريځ غوره كړي، ځكه چې د نړيوالې ټولنې چوپتيا د هغو كسانو لپاره چې د بيان آزادي د خپلو ګټو لپاره يو ګواښ ګڼي او پرې باوري نه دي، دا جرات وربښي چې د بيان آزادي خاموشه او خبريالان  وګواښي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA