ټاكل شوې ده، چې نن د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په نيپال كې د جنوبي اسيا هېوادونو د فوټبال سياليو كې خپله دوهمه لوبه د سريلانكا له لوبډلې سره ترسره كړي.
ټاكل شوې ده، چې نن د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په نيپال كې د جنوبي اسيا هېوادونو د فوټبال سياليو كې خپله دوهمه لوبه د سريلانكا له لوبډلې سره ترسره كړي.
د فوټبال ملي لوبډلې وړمه ورځ په خپلې لومړۍ لوبه كې بوټان ته درې پر صفر ماتې ورکړه.
د جنوبي اسيا هېوادونو د فوټبال په دغو سياليو کې د اتو هېوادونو لوبډلې برخه لري، چې له افغانستان سره په خپل ګروپ كې د مالديف، بوټان او د سريلانکا لوبډلې شاملې دي.
افغانستان به خپله وروستۍ لوبه د وږي په ١٥مه له مالديف سره ترسره كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ