ټاكل شوې، چې سبا د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د جنوبي اسيا هېوادونو د فوټبال سياليو كې خپله دوهمه لوبه د سريلانكا له لوبډلې سره ترسره كړي.
ټاكل شوې، چې سبا د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د جنوبي اسيا هېوادونو د فوټبال سياليو كې خپله دوهمه لوبه د سريلانكا له لوبډلې سره ترسره كړي.
د فوټبال ملي لوبډلې پرون په خپلې لومړۍ لوبه كې بوټان ته درې پر صفر ماتې ورکړه.
د پرونۍ لوبې په لومړۍ نيمايي کې د افغانستان له لوري اسلام اميري لومړى ګول وواهه او د لومړۍ نيمايي تر پايه پورې افغانستان يو پر صفر وړاندې و، خو د لوبې په دوهمه نيمايي کې دويم ګول مصطفى ازادزوى او درېيم حشمت الله بارکزي ووهل.
په دې لوبه کې بوټان ته د پنالټي له كبله د ګول چانس برابر شو، خو د افغان ګول کيپر حميدالله يوسفزي له خوا يې مخه ونيول شوه.
د جنوبي اسيا هېوادونو د فوټبال په دغو سياليو کې د اتو هېوادونو لوبډلې برخه لري، چې له افغانستان سره په خپل ګروپ كې د مالديف، بوټان او د سريلانکا لوبډلې شاملې دي.
افغانستان به خپله وروستۍ لوبه د وږي په ١٥مه له مالديف سره ترسره كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ