د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن د جنوبي اسيا د فوټبال سياليو كې خپله لومړنۍ لوبه له بوټان سره په نيپال کې ترسره كوي. دا د جنوبي اسيا د فوټبال لسمې لوبې دي، خو افغانستان يوازې په شپږم ځل په کې برخه اخلي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن د جنوبي اسيا د فوټبال سياليو كې خپله لومړنۍ لوبه له بوټان سره په نيپال کې ترسره كوي.
دا د جنوبي اسيا د فوټبال لسمې لوبې دي، خو افغانستان يوازې په شپږم ځل په کې برخه اخلي.
دوه کاله وړاندې په همدې لوبو کې افغانستان پايلوبې ته ورسېد او له يوې لانجمنې لوبې وروسته هند ورڅخه وګټله.
په روانو سياليو کې افغانستان له مالديپ او سريلانكا سره هم په ګروپ لوبو کې سيالۍ لري.
افغان لوبډله، چې له پاکستان څخه تر بري وروسته ښه مورال لري، د ډېرو په ګومان د دې وړتيا لري، چې بيا پايلوبې ته ورسېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ