ads

د افغانستان فوټبال لوبډلې پاكستان ته ماتې وركړه

د افغانستان او پاکستان د فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ دوستانه لوبه کې افغانستان د صفر په مقابل کې پاکستان ته په درېيو ګولونو ماتې ورکړه. دغه سيالي، چې د زمري په ۲۹ په كابل ښار كې ترسره شوه، د لوبې په سر کې دواړو خواوو پر يو بل بريدونه وکړل، خو تر ۱۹مې دقيقې پورې   […]

نویسنده: The Killid Group
29 زمری 1392
د افغانستان فوټبال لوبډلې پاكستان ته ماتې وركړه

د افغانستان او پاکستان د فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ دوستانه لوبه کې افغانستان د صفر په مقابل کې پاکستان ته په درېيو ګولونو ماتې ورکړه. دغه سيالي، چې د زمري په ۲۹ په كابل ښار كې ترسره شوه، د لوبې په سر کې دواړو خواوو پر يو بل بريدونه وکړل، خو تر ۱۹مې دقيقې پورې

 

د افغانستان او پاکستان د فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ دوستانه لوبه کې افغانستان د صفر په مقابل کې پاکستان ته په درېيو ګولونو ماتې ورکړه.

دغه سيالي، چې د زمري په ۲۹ په كابل ښار كې ترسره شوه، د لوبې په سر کې دواړو خواوو پر يو بل بريدونه وکړل، خو تر ۱۹مې دقيقې پورې يوه لوبډله هم ونه توانېده، چې ګول ووهي.

په شلمه دقيقه کې افغان فوټبالر سنجر احمدي لومړى ګول وواهه، دوېيم ګول تر دويمې نيمايي وروسته د احمد ارش عاطفي له خوا ووهل شو، درېيم او وروستى ګول د معروف له خوا ووهل شو، چې له دې سره د پاکستاني لوبغاړو ملا ماته شوه او تر ډېرو هڅو وروسته يې بيا هم ونه شو کړاى، چې يو ګول ووهي.

د افغان لوبډلې تر بريا وروسته د افغان فوټبال ملي لوبډلې روزونكي يوسف كارګر خبريالانو ته وويل، دې لوبې ثابته كړه، چې افغانستان كولى شي په لويه كچه د دا ډول لوبو كوربه توب وكړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د فوټبال وروستۍ سيالي په ۱۹۷۶ کال کې د افغانستان د خپلواکۍ لمانځلو پرمهال وه، چې د افغانستان په کوربه توب ترسره شوې وه او د صفر په مقابل كې يې پاكستان په يو ګول ماتې وركړې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA