ads

د اداري اصلاحاتو نوې طرحه

كه څه هم په تېرو كلونو كې دا هڅه شوې چې د ښځو ګډون  په بيلابيلو برخو كې زيات شي، خو اوس دا اندېښنې شته چې همدا لاسته راوړنې هم په شاتګ و نه كړي . كه څه هم په تېرو كلونو كې دا هڅه شوې چې د ښځو ګډون  په بيلابيلو برخو كې زيات […]

نویسنده: The Killid Group
29 زمری 1392
د اداري اصلاحاتو نوې طرحه

كه څه هم په تېرو كلونو كې دا هڅه شوې چې د ښځو ګډون  په بيلابيلو برخو كې زيات شي، خو اوس دا اندېښنې شته چې همدا لاسته راوړنې هم په شاتګ و نه كړي .

كه څه هم په تېرو كلونو كې دا هڅه شوې چې د ښځو ګډون  په بيلابيلو برخو كې زيات شي، خو اوس دا اندېښنې شته چې همدا لاسته راوړنې هم په شاتګ و نه كړي .

په همدې اړه د افغانستان د اداري اصلاحاتو كمسيون  په دولتي بنسټونو كې د ښځو د ونډې د لوړولو په خاطر يوه نوې طرحه تر لاس لاندې نيولې ده .

د دې كمسيون د چارواكو په وينا : د دې طرحې د جوړولو او پلي كولو موخه نه يوازې په دولتي ادارو كې د ښځو د ونډې زياتوالی بلكه د هغوی ګډون د يادو ادارو د رهبرۍ په كچه هم دی .

د اداري اصلاحاتو د جنسيت د برخې مسووله نايله ناصري وايي: په دې طرحې كې د ( رهبرو ښځو) په نامه شبكه جوړه شوې او د دې طرحې پلې كول په آزمايشي ډول د بلخ له ولايت څخه پيل شوي .

نوموړې زياته كړه : د ښځو د شبكې رامنځته كېدل دوه اصلي موخې لري يو په ملكي خدمتونو كې د ښځو د ګډون زياتوالی او دوهم د دولت د رهبرۍ په كچه د وړتيا لرونكو ښځو زياتوالی.

دهغې په خبره چې له بلخ ولايت څخه وروسته كابل دوهم ولايت دی چې دا پروګرام به پكې پلی شي د بلخ په ولايت كې د دې پروګرام پلي كول له برياليتوب سره يو ځای وو .

رهبرې ښځې

د اداري اصلاحاتو د كمسيون بل مسوول احمد مسعود توخي وايي:((  دا هڅې روانې دي چې د دې كمسيون د رهبرو ښځود شبكې له لوري د هغو ښځو پېژندنه وشي چې وكولای شي په دولتي بنسټونو كې د رهبرۍ مسووليت په غاړه واخلي)) .

توخې زياتوي،چې دا طرحه په دولتي ادارو كې د ښځو د پراخ ګډون د استراتيژي پر بنسټ جوړه شوې

د اداري اصلاحاتو د خپلواك كمسيون چارواكي وايي، چې د دې طرحې د جوړولو په خاطر د ټولو ولايتونو له استازو سره مشورې شوي .

له دې هڅو سره سره ټولنيز دودونه لا هم د هيواد په ځينو برخو كې په عمومي فعاليتونو كې د ښځو د ګډون د لارې خنډ ګرځي .

كه څه هم دمخه تر دې ښځې هڅول كېدې چې په دولتي لوړو پوستونو كې د كار كولو په خاطر په سياليو كې ګدون وكړي، خو داسې څرګندېږي چې په ځينو ولايتونو او كليوالي سيمو كې دا هڅونې زياتې ګټورې نه وې.

كه څه هم د قانون له لحاظه كوم ممانعت وجود نه لري، خو په عمل كې لا هم د ښځو لپاره په دولتي بنسټونو كې د مسووليت اخيستل په كليوالو سيمو كې هومره دود نه دی او په هغو سيمو كې هم چې د ښځو لپاره دا زمينه برابره ده اداري فساد او له ښځو سره د نارينه وو ناسالمه سيالي د هغوی د فعاليتونو د لارې خنډ ګرځي .

اوسمهال د ټول هېواد په كچه په ولايتونو کې يواځې څلور يا پنځه تنه ښځې په لوړو دولتي پوستونو کار کوي چې هغوی هم له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دي .

د باميان ولايت والي حبيبه سرابي، د دايکندي ښارواله عذرا جعفري، د  جوزجان ولايت  ولسواله ساحره شکيب سادات او د پروان ولايت ويانده روشنا خالد هم له يو شمير هغو ميرمنو څخه دي چې دا مهال په ولايتونو کې لوړې دولتي څوکۍ لري.

دغه ښځينه جګپوړې چارواكې د بيلابيلو ډلو له ګواښونو او منفي رقابتونو سره مخ دي، خوسره له دې هم د دندو د پرمخ وړلو جرات يې له لاسه نه دی ورکړی او په وينا ېې د ښځې په توګه له دوی سره تبعيض هغه څه دي، چې د کار په جريان کې يې بايد په وړاندې مبارزه وکړي.

د پروان د والي ويانده روشنا خالد دخپلې دندې په موده کې له ګڼ شمير امنيتي ستونزو سره مخامخ شوې ده.

نوموړې وايي :څه باندې درې کاله کيږي، چې د پروان ولايت د والي د وياندې په توګه کار کوم؛ چې په دې دريو کلونو کې زما دوه زامن وتښتول شول؛ خو د خدای په فضل بيرته پيدا شول. دا زما په ژوند کې ډيره بده پيښه وه.

نوموړې وايي: کله چې له يو چا سره مرکه کوو او د حکومت لاسته راوړنې په ګوته کوو، نو په مخالفينو دا خبرې ښې نه لګيږي او نه غواړي چې موږ کار وکړو.

” د خلکو د سواد د کچې ټيټوالی هغه اساسي علت دی چې ښځينه چارواکې د کار پر مهال له تبعيض سره مخ کيږي.”

د دايکنډي ښارواله عذرا جعفري بيا له ناامنيو شکايت کوي او وايي چې نه يواځې دا بلکې کورنۍ يې هم د دې له وجهې له امنيتي ستونزو سره مخامخ ده.

زه په خپله د يوې ښاروالې په توګه په داسې يو ولايت کې کار کوم چې د نا امنه ولايتونو له خوا محاصره دی.

دا لومړی ځل نه دی، چې ښځې په خپل کار کې د ورپيښو ستونزو له کبله شکايت کوي؛ بلکې د تيرو لسو کلونو په ترڅ کې ښځې ډير ځله  د کار کولو پر مهال له ګڼ شمير ستونزو او ګواښونو سره مخ شوې دي.

په لغمان کې په پرله پسې توګه د ښځو چارو د دوو رييسانو وژنه د دارنګه ګواښونو يوه بيلګه ده.

خو د ښځينه چارواکو ستونزې په هر ولايت كې توپير لري او د ناامنو سيمو په پرتله په امنو سيمو کې ښځې د کار په مهال له کمو ستونزو سره مخ کيږي.

د جوزجان ولايت د خواجه دوکو ولسواله ساحره شکيب سادات بيا له خپلې دندې خوشاله ده او له هيڅ ډول ستونزې سره نه ده مخ شوې.

هغه وایي: ((زه ډير پراخ پلا نونه لرم غواړم د دې ولسوالۍ په کچه داسې خدمت وکړم چې بنيادي وي او خلک مې تل ياده کړي.”

اداري فساد د پرمختګ خنډ

ويل كېږي چې د ښځو په وړاندې د دې ټولو ستونزو او خنډونو د رامنځ ته کيدو اصلي عاملين هغه نارينه دي، چې نه غواړي ښځې د نارينه وو په شان په لوړو دولتي پوستونو کار وکړي.

د ټولنيزو دودونو او دښځو په وړاندې د تبعيض تر څنګ اداري فساد هم هغه څه دي چې ښځې هم ترينه سر ټكوي او ډېر ځله په اداري چارو كې د هغوی د پرمختګ د لارې خنډ ګرځي .د همدې لپاره هم يو شمېر ښځينه بنسټونو تېر كال د اداري فساد پر ضد د ښځو ايتلاف جوړ كړ .

د دې ايتلاف ريیسه آمنه مستقيم جاويد وايي: ((د دې ايتلاف د رامنځته كېدو موخه د افغانې ښځې د ژوند د ښه والي او د اداري فساد څخه زموږ د ټولنې خلاصی دی، د فساد پراختيا د دې سبب ګرځېدلې تر څو افغانې ښځې هغه شان چې ښايي خپلو اساسي او اسلامي حقوقو ته لاسرسی و نه لري .

نوموړې وايي : افغانې ښځې زياتره په پنځو برخو پوهنه ، روغتيا ، اسلام او بشري حقونو كې له ستونزو سره مخ دي او د همدې دليلونو په خاطر دې ستونزو ته د رسيدګۍ لپاره بيلې كميټې جوړې شوې. آغلې آمنه وايي :  كوم څه چې زه ېې د دې ايتلاف جوړولو ته وهڅولم هغه قضېې وې چې پكې د  ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي وو .

يو له دې پېښو څخه ديوې جنرالې ښځې قضيه وه چې په خپلې اداره كې د فساد د شتون له كبله د دندې پرېښودو ته مجبوره شوه او له ډېرو خدمتونو سره سره په كور كېناسته .

كه هر څومره هغې خپله دنده په پوره وطندوستۍ او ايماندارۍ سره سرته رسوله خو د هغې يو لوړ پوړۍ آمر د هغې څخه د ناوړې استفادې نيت درلود ، كله چې يادې ښځې د خپل آمر غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه كړ هغه دې ته مجبوروي چې ځينې مهم  كاري اسناد چې د هغې له صلاحيت څخه پورته دي لاسليك كړي د همدې لپاره د دندې پرېښودو ته مجبوره شوه .

آغلې آمنه مستقيم وايي: كه اداري فساد نه وای او په ټولنه كې د قانون حاكميت شتون درلودای هېڅ كله به هغه ښځه چې كلونه کلونه ېې زيار ايستلی او د ناخوالو او كاري ستونزو په قبلولو سره د جنرالۍ تر رتبې رسېدلې د دندې پرېښودوته نه مجبورېده .

نوموړې زياتوي زما ګيله د سارنوالۍ او قضايي بنسټونو څخه ده او زما په نظر د فساد اصلي رېښه په همدې دوو بنسټونو كې ده .

د افغانستان د ښځود سياسي ګډون د كميټې مسووله او د ښځو د سياسي حقونو د داد خواهۍ د ډلې غړې ډاكتر عالمه وايي : د فساد كموالی په مهمو پوستونو كې د ښځو په ګمارلو كې ګټه وړ ثابتيدای شي،

د دې لپاره چې زموږ په ټولنه كې لوړ پوستونه هغه چاته وركول كېږي چې ډېررشوت وركړي او د دې پدېدې د له منځه وړلو لپاره بايد اداري اصلاحات تقويه شي كار اهل كار ته وسپارل شي او حكومت او چارواكي بايد په ټولنه كې د ښځو ونډې او مهمو كليدي پوستونو كې د هغوی په ګمارلو کې جدي پاملرنه وكړي .

نوموړې وايي موږ په وار وار سره دا غوښتنه كړې چې يوه ښځه دې د هېواد په عالي قضايي قوه (ستره محكمه كې ) وټاكل شي او سره له دې چې تحصيل يافته قاضيانې هم لرو، خو په دې خاطر چې پوستونه د تنظيمونو او ډلو له لوري تنظيمېږي تر اوسه په دې كار بريالي شوي نه يو .

سمبوليكه ونډه

که څه هم په تيرو څو کلونو کې په دولتي او غير دولتي ادارو کې ښځې په دندو ګمارل شوي دي؛ خو ډېر ځله د ښځو ونډه او چوکۍ سمبوليکه بڼه لري.

د يو شمېر ښځو په اند افغان حکومت ځينو ښځو ته د دې لپاره په لوړو دولتي پوستونو کې د کار کولو زمينه مساعده کړې؛ څو نړيوالې تولنې ته وښيي، چې څومره يې ميرمنو ته کار کړی دی.

خو افغان حکومت بيا تل وايي، چې په تيرو لسو کلونو کې يې ښځو ته ډير کار کړی او په وينا يې دا مهال يواځې په پارلمان کې پنځه ويشت سلنه ميرمنې دي او همدا راز په نورو دولتي ادارو کې هم ښځې په پراخه کچه برخه لري.

د هېواد په ځينو سيمو كې ښځې د سياسي او ټولنيزو فعاليتونو په برخه كې زياته ونډه نه لري چې ټولنيز دودونه په دې لار كې اصلي ستونزه بلل كېږي .

چارواكي وايي: چې بايد په ټولنه كې د عامه پوهاوي كچه لوړه شي تر څو كورنۍ حاضرې شي چې د ښځو حضور په كاري چاپيريال كې تر دې زيات ومني .

له دې ټولو سره سره داسې نيوكې هم شته چې د اداري اصلاحاتو كمسيون په دې نه دی بريالی شوی چې په عملي بڼه په دولتي دارو كې د ښځو ګډون زيات كړي چې ممكنه ده د دې نوې طرحې پلي كول به د همدې نيوكو ځوابګويه وي .

پايله

دا په داسې حال كې دي چې يو شمېر خلك په دې باور دي چې د اداري اصلاحاتو د كمسيون جوړېدل او په عمل كې د هغه فعاليت په دولتي ادارو كې د فساد دكمیدو او د كاري وضعيت د ښه والي سبب نه دی شوی بلكه د دولتي پوستونو د اخسيتو لپاره د رقابتونو زياتوالی د فساد د زياتوالي سبب ګرځېدلي.

يو شمېر ښځې دا ګيله هم لري چې په اوسني دولت كې زياتره هغه ښځې چې په دولتي ادارو كې په كار بوختې دي، د ادارې د آمرينو له خوا له تاوتريخوالي سره مخ كېږي له دې كبله چې ښځې ورته د تنظيمونو له خوا نه معرفي كېږي، له دوى سره په فساد كې نه شريكېږي او نشي كولاى چې د كاري پرمختګ او د رتبې د اخيستو لپاره هغوى ته بډې وركړي.

خو افغان چارواکي بیا وایي چې د ښځو د حقونو خوندیتوب، د دوى پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوى، د دوى د ظرفیتونو لوړول او په حکومتي ارګانونو کې د دوى ګمارلو ته ګڼ پروګرامونه ترتیب شوي او په منظمه توګه عملي کېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA