ads

ایا دا یوازې د افغانانو جنګ دی؟

د ۲۰۰۱ كال د سپتمبر پر۱۱ مه پر دوو امريكايي ودانيو تروريستي بريدونه وشول او امريكا هم سملاسي القاعده شبكه او د دغې شبكې مشر اسامه بن لادن په دغو عملياتو كې په لاس لرلو تورن او له طالبانو يې وغوښتل چې د القاعده شبكې غړي له افغانستان څخه وباسي او د دغې شبكې مشر […]

نویسنده: The Killid Group
25 چنګاښ 1392
ایا دا یوازې د افغانانو جنګ دی؟

د ۲۰۰۱ كال د سپتمبر پر۱۱ مه پر دوو امريكايي ودانيو تروريستي بريدونه وشول او امريكا هم سملاسي القاعده شبكه او د دغې شبكې مشر اسامه بن لادن په دغو عملياتو كې په لاس لرلو تورن او له طالبانو يې وغوښتل چې د القاعده شبكې غړي له افغانستان څخه وباسي او د دغې شبكې مشر

د ۲۰۰۱ كال د سپتمبر پر۱۱ مه پر دوو امريكايي ودانيو تروريستي بريدونه وشول او امريكا هم سملاسي القاعده شبكه او د دغې شبكې مشر اسامه بن لادن په دغو عملياتو كې په لاس لرلو تورن او له طالبانو يې وغوښتل چې د القاعده شبكې غړي له افغانستان څخه وباسي او د دغې شبكې مشر اسامه بن لادن د محاكمې لپاره د امريكا دولت ته وسپاري، خو طالبانو د امريكا له دغې غوښتنې سر وغړاوه او په دې نوم چې  اسامه بن لادن د افغانانو مېلمه دى د هغه له سپارلو ډډه وكړه.

خو دغې لړۍ د طالبانو او سپينې ماڼۍ د چارواكو ترمنځ يوې مياشتنۍ لفظي شخړې ته لار پرانسته او په دغه موده كې د امريكايي پوځيانو مانورونو وښودله چې امريكا پر طالبانو د بريد تابيا لري. بالاخره د ۱۳۸۰ لمرېزكال د ميزان پر۱۶ د امريكا د جمهور رئيس جورج بوش له خوا د شپې له مخې د افغانستان پر وخت پر ۸ او ۴۵ دقيقو د بريد قومنده صادره شوه چې ورسره سم د كابل ښار په اړونده څو غونډيو چې د طالبانو له خوا پرې د رادار دستګاوې نصب وې كروز توغندې ولګيدل. له دې سره جوخت د امريكا جټ الوتكو په كابل او كندهار كې د طالبانو پر مورچو او هوايي ډګرونو بريدونه وكړل او په كندهار كې يې د ملا محمد عمر د اوسېدو پرځاى هم توغندي او راكټونه واورول.

د شمال متحده جبهه چې پنځه كاله په پرله پسې ډول د طالبانو په وړاندې جنګېدله د جګړې په دوهم پړاو كې له وخت ګټه پورته كړه او د طالبانو په ماتولو كې له امريكايي ځواكونو سره مله شوه. دغه اخ وډب نږدې دوه دوه نيمې اوونۍ دوام درلود چې بالاخره د طالبانو په ماتېدلو يې پاى وموند. د طالبانو له ماتېدو سره سم د امريكا د پوځ پلي سرتيري د ترهګرۍ د له منځه وړلو، د امنيت د راوستلو او د ډيموكراسۍ د تحقق تر شعار افغانستان ته راغلل.

خو اوس ۱۲ کاله وروسته د نړیوالو په تېره بیا په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو د قومندانانو نظر د افغان جګړې په اړه بدل شوی او وايي چې دا یوازې یوه افغاني جګړه ده او افغانان یې خپله باید حل لاره راوباسي، ځکه دوی په افغانستان کې نور خپلو اهدافو ته رسېدلي.

په تر ټولو تازه مورد كې د چنګاښ په ۱۰مه په كابل كې يوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال د ايساف وياند وويل چې امريكا او نړيوال ملګري يې په افغانستان كې خپلو اهدافو ته رسېدلي دي. د ايساف وياند هېمس فېلډ من وايي، نړيوالو ځواكونو په افغانستان كې د پام وړ پرمختګونه لرلي او هغه اهداف چې دوى ترسيم كړي وو چې هغه د القاعدې كمزوري كول، په افغانستان كې د امنيت راوستل او د افغان ځواكونو رامنځته كول او پياوړتيا وه، دوى ترلاسه كړي دي.

تر دې مخکې د غبرګولي په ۱۵ مه د بلجيم په مرکز بروكسل كې د ناټو د دفاع وزيرانو د غونډې په پاى کې په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډانفورد هم ویلي وو چې په افغانستان کې روانه جګړه د افغانانو ده او افغانان بايد په خپله د دغې جګړې ټغر ټول کړي: (( درېیم لوری هېڅکله نشي کولای چې د افغانستان جګړه ختمه کړي، لازمه ده چې په خپله افغانان دا جګړه ختمه کړي.))

هدفي جګړه

كه څه هم جنرال جوزف ډانفورد د بروكسل په غونډه كې هڅه وكړه چې د افغانستان جګړه د افغانانو خپل منځي ستونزه وښيي. خو د منتقدينو په باور دغه جګړه په ۲۰۰۱ كال د امريكايي اهدافو لپاره پيل شوې وه، په ۲۰۰۴ كال د امريكا او سيمه ييزو هېوادونو په اراده غځېدلې او اوس هم د نورو د ګټو او اهدافو لپاره روانه ساتل شوې ده.

د مدني ټولنې فعال او د سياسي چارو شنونكى ډاكټر فيض محمد ځلاند په همدې نظر دی، نوموړی وايي كه څه هم تر ۲۰۰۱ كال مخكې په افغانستان كې دوه لوري په جګړه بوخت و او يوې كورنۍ جګړې ته ورته شكل يې درلود، خو د سپټمبر له پېښو وروسته دغه جګړه نوره په ښكاره ډول د امريكايي اهدافو تر شعار لاندې وه او افغانستان ته د امريكايي ځواكونو راتګ دې ته زمينه برابره كړه چې افغانستان ته د ګلوبل جهاد د نظريې پلويان هم راودانګي.

د ځلاند په خبره په دغه جګړه كې چې همدا اوس دوام لري، د القاعده ډلې، د چيچين او ازبكستان خپلواكي غوښتونكې جنګيالي، د بلوچستان بېلتون غوښتونكې ډلې او د پنجاب وسله وال يا د ګلوبل جهاد د نظريې پلويان ټول شته: (( په همدغو رسنيو كې هره ورځ او افغان حكومت يې هم دعوه كوي چې دلته او هلته بهرني جنګيالي په جګړو كې ښكېل دي او وژل شوي دي.)) ځلاند زياتوي له همدې كبله دغه جنګ اوس يوازې د طالبانو پر ضد نه، بلكې ډېرې ډلې ټپلې په دغه جنګ كې ښكېلې دي او پراخ نړيوال بعدونه يې خپل كړي دي.


جګړې ولې شدت وموند

كه څه هم له ۲۰۰۱ كال وروسته چې كله نړيوال ځواكونه په افغانستان كې ځاى پر ځاى شول تر ۲۰۰۴ كاله پورې په افغانستان كې نسبي ارامي وه، خو له دغې نېټې وروسته يو ځل بيا ورو ورو جګړې پيل شوې.

دا چې په ۲۰۰۴ كال دغه جګړې د چا په اراده د چا په وسيله او د چا د ګټو لپاره پيل شوې، د سياسي چارو شنونكى او له كابله د چاپېدونكې ورځپاڼې (ويسا) مسوول مدير زبير شفيقي يې په اړه وايي، له هماغه پيله او له دې وروسته چې امريكا او ملګرو يې د القاعده په پلمه په افغانستان بريد وكړ، جګړه پاى ته رسېدلې وه او د وسله والو طالبانو مشرانو له جمهور رئيس كرزي سره په خبرو كې ډاد وركړى و چې نور يې ټوپك غورځولى او د هوسا او ارام ژوند غوښتونكي دي.

د شفيقي په خبره  نړيوالو د شمال جبهې د يو شمېر وسله والو په مرسته چې څو كلونه له طالبانو سره جنګېدلي و، د طالب مشرانو په نيولو او ځورولو لاس پورې كړ او هغوى يې مجبور كړل چې له خپله ځانه د دفاع په هدف وسلې ته لاس كړي او ګاونډي هېواد پاكستان ته پناه يوسي.

د ويسا ورځپاڼې مسوول مدير وايي، له هماغه پيله پاكستان ازاد پرېښودل شو چې له طالبانو سره مرسته وكړي، دوى سره منظم كړي او په افغانستان كې روانه جګړه پيل كړي. زبير شفيقي زياتوي، اوس هم نړيوال پر دې لګيا دي چې د سيمه ييزو هېوادونو په مرسته په افغانستان كې دوه لوري چې يو يې په افغانستان كې د پخواني شمال جبهې وسله وال او قومندانان دي او دوهم يې وسله وال طالبان تقويه كړي او په افغانستان كې د جګړې اور د ډېر وخت لپاره تازه وساتي.

د شفيقي استدلال دا دى چې همدا څو اوونۍ وړاندې هم چې كله د شمال په جوزجان كې د دغه ولايت د والي عالم ساعی او عبدالرشيد دوستم تر منځ شخړه رامنځته شوه، د دوستم وياند تاييد كړه چې په خپلو خلكو يې وسلې ويشلې دي.

غربي اهداف

له هغه ورووسته چې د چنګاښ په ۱۰ د ايساف وياند د خپلو اهدافو د ترلاسه كولو خبره وكړه دا پوښتنه مطرح كېږي چې دوى رښتیا هم په افغانستان كې خپلو اهدافو ته رسېدلې دي او که نه؟

د سياسي چارو شنونكى مياګل وثيق چې له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې د افغانستان حالات څاري وايي، دوى( امریکا) پر دې پلمه چې له افغانستانه پرې بريد شوى افغانستان ته راغلل او د القاعده پر ضد جګړه يې پيل كړه، خو له خپل راتګ سره سم يې يو شمېر نور شعارونه هم زمزمه كړل چې هغه د امنيت راوستل، د ډيموكراسۍ تحقق، د عدالت تامين، د ښځو ازادي، د مخدره توكو سره مبارزه او نور و.

د وثيق په خبره لا هم په افغانستان كې ثبات شتون نه لري او تر ۲۰۰۱ كال لا څو چنده امنيت خراب شوى، القاعده او تروريزم لا هم په خپل حال دي، فقط اسامه وژل شوی، د مخدره توكو په توليد او قاچاق كې لا هم افغانستان نړيوال نوم لري او د ډيموكراسۍ په نوم كه څه هم حكومت رامنځته شوى او ځينې سمبوليك كارونه شوي، خو لا هم افغانستان په فساد كې لومړى دى.

اوس پوښتنه دا ده چې كه د امريكا اهداف نه وي ترلاسه شوي نو ولې امريكا او ملګري هېوادونه يې غواړي له جګړې پښې سپكې كړي او يا يې په افغانانو وروتپي؟

د سياسي چارو شنونكي او د افغان څېړنيز او مشورتي مركز مشر غلام جيلاني ځواك وايي، امريكا نه خپلو ښكاره او نه هم د پردې تر شا اهدافو ته رسېدلې، بلكې په دې سره غواړي خپله جګړه پر افغانانو ور وتپي او خپل سرتېري د جګړې له ډګره وباسي: (( دوى غواړي دغه جګړه ټوله افغانانو ته پرېږدي او بې له كوم ځاني تاوانه د خپلو اهدافو په لټه كې واوسي او خپل اهداف ترلاسه كړي.))

د ځواك په خبره له همدې كبله اوس دوى غواړي په يو ډول دغې جګړې ته په تمامه معنی افغاني رنګ وركړي او له مسووليت څخه یې ځان خلاص كړي.

ځواك زياتوي، ښكاره شعارونه يوازې پلمې دي، بلكې دوى د پردې تر شا نور اهداف لري چې د دغه اهدافو د ترلاسه كولو لپاره بايد په سيمه كې پاتې شي.

د نوموړى په باور چين هغه هېواد دى چې په نړيواله كچه په راتلونكي كې د امريكا د يوه لوى سيال په توګه راڅرګندېدونكى دى او د اقتصادي او پوځي قوت له مخې ورځ په ورځ پر مخ روان دى: (( له همدې كبله امريكا غواړي د دغه ډول قوتونو د څارنې او كنټرول لپاره په سيمه كې حضور ولري.)) ځواك په ټينګار وايي چې كه د سپټمبر پېښه رامنځته شوې هم نه واى هم اوس به امريكا په سيمه كې حضور درلود.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA