د افغانستان د کرکټ نولس كلنه ملي لوبډله تېره مازديګر د اسيا له ايليټ كپ سره كابل ته راورسېده. د دغو ملي لوبغاړو د هرکلي لپاره د کرکټ پر مينه والو سربېره ګڼ شمېر رسنۍ او ژورناليستان هم ورغلي وو.
د افغانستان د کرکټ نولس كلنه ملي لوبډله تېره مازديګر د اسيا له ايليټ كپ سره كابل ته راورسېده.
د دغو ملي لوبغاړو د هرکلي لپاره د کرکټ پر مينه والو سربېره ګڼ شمېر رسنۍ او ژورناليستان هم ورغلي وو.
د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی کپتان او روزونکی رئيس احمدزی وايي، چې د ۱۹ کلنو ځوانانو ملي لوبډله د ماليزيا په سياليو کې تر هر وخت پخوا ډېر ښه وځليده او د کرکټ په هره برخه کې يې خپله وړتيا وښوده.
د کرکټ بورډ چارواکي وايي، چې افغانستان په ماليزيا کې د ۲۰۱۳ ميلادي کال اسيايي ايليټ کپ سياليو د ګټلو تر څنګ وکړاى شول، چې د ۲۰۱۴کال نړيوال جام ته هم ووځي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ