د افغانستان د كركټ نولس كلونو لوبغاړو نن د ايلېټ كپ سياليو په لړ كې په خپلې درېيمه لوبه كې د تايلنډ لوبډلې ته سخته ماتې وركړه. د دغې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېكړه يې وكړه.
د افغانستان د كركټ نولس كلونو لوبغاړو نن د ايلېټ كپ سياليو په لړ كې په خپلې درېيمه لوبه كې د تايلنډ لوبډلې ته سخته ماتې وركړه.
د دغې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېكړه يې وكړه.
افغان لوبډلې په ټاكل شويو پنځوسو اورونو كې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۴۲۱منډې جوړې كړې، خو په ځواب كې يې د تايلنډ لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يوازې ۲۶ منډې جوړې او لوبه افغان لوبډلې د ۳۹۵ منډې په توپير سره وګټله.
افغان لوبغاړى حشمت الله شاهدي، چې ۱۵۳ ناسوځېدلې منډې يې جوړې كړې وې، د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
افغان لوبډلې له دې وړاندې په خپلې لومړۍ لوبه كې د سعودي عربستان لوبډلې ته په لسو وېكټو ماتې وركړې وه او دويمه لوبه يې له متحده عربي اماراتو څخه په لوى توپير سره ګټلې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ