په ختیځ کې د کرکټ بورډ ادارې په نوښت په ننګرهار کې د فلمي ستورو د لسو لوبډلو ترمنځ د کرکټ دولس اوريزې سيالۍ پيل شوې. دغه سيالۍ د يکشنبې په ورځ د جلال اباد ښار په سراج العمارت کرکټ اکاډمۍ کې د فلمي ستورو د لسو لوبډلو او د خپلواکو ژورنالستانو د يوې
په ختیځ کې د کرکټ بورډ ادارې په نوښت په ننګرهار کې د فلمي ستورو د لسو لوبډلو ترمنځ د کرکټ دولس اوريزې سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ د يکشنبې په ورځ د جلال اباد ښار په سراج العمارت کرکټ اکاډمۍ کې د فلمي ستورو د لسو لوبډلو او د خپلواکو ژورنالستانو د يوې لوبډلې په ګډون پيل شوې.
د ختيځ زون د کرکټ بورډ رئيس قرار عزيزي وایي، د فلمي ستورو ترمنځ دغه سيالۍ د سولې په نوم پيل شوې دي، چې دوى د کرکټ سياليو له لارې د سولې غږ پورته کوي او له ټولو ښکيلو خواوو غواړي، چې له جنګه لاس واخلي او د سولې لاره خپله کړي.
عزيزي زياته کړه، د سياليو په لومړۍ لوبه کې د جان ولي او يعقوب ناصري کرکټ لوبډلو ترمنځ سيالۍ وشوه، چې د باران له امله په مساوي توګه پاى ته ورسېده.
په ورته وخت کې د فلمي ټولنې مسؤل نجيب الله صادق كليد ته وويل، دوى غواړي د کرکټ سياليو له لارې د سولې غږ پورته کړي او هم يې د کرکټ بورډ له ادارې مننه وکړه، چې د دوى ترمنځ يې د کرکټ سيالۍ په لاره واچولې.
د کرکټ دا سیالۍ، چې شاوخوا یوه میاشت به دوام وکړي ترې څه موده وړاندې په ننګرهار کې د ژورنالستانو ترمنځ د فساد سره د مبارزې ترنامه لاندې سيالۍ هم ترسره شوې وې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ