((زندګي نن خرابه زما ده او ډکې پیالې راکړې وه ساقي او مسته پیاله راکړه وه ساقي)) دا د رحیم غمزده یوه له هغو مشهورو سندرو څخه ده چې د ژوند له ناخوالو یې شکایت کړی.
((زندګي نن خرابه زما ده او ډکې پیالې راکړې وه ساقي او مسته پیاله راکړه وه ساقي))
دا د رحیم غمزده یوه له هغو مشهورو سندرو څخه ده چې د ژوند له ناخوالو یې شکایت کړی. غمزده په خپل شپېته کلن هنري ژوند کې داسې ډېرې سندرې ویلي او په حقیقت یوازینی افغان هنرمند و چې کلاسیکه پښتو موسیقي یې په شرقي مقامونو کې اجرا کوله.
د افغانستان د ختیځو ولایتونو د ژورنالیستانو د اتحادیې رئيس لعل پاچا ازمون وايي، غمزده ځکه په شرقي او غربي تالونو کې سندرې ويلې چې د پردي فرهنګ د دودولو مخه ونيسي.
د ازمون په خبره غمزده نه يوازې ښه سندرغاړى و، باجه او رباب يې هم ډېر ښه زده وو.
نوموړي ژمنه وکړه چې د ختيځو ولايتونو د ليکوالو او ژورنالېستانو ټولنه به ډېر ژر د غمزده ناچاپ درې شعري ټولګې چاپ کړي.
غمزده په سلګونه هېوادنۍ او حماسي سندرې ويلي او څو ځله يې د هېواد په کچه د کال د غوره سندرغاړي جايزې هم تر لاسه کړې وې.
نوموړی شپاړس کلن و چې موسیقي ته یې د یوه مسلک او حرفې په توګه مخه کړه.
وروسته په رحیم غمزده مشهور شو. ده په خپل هنري ژوند کې شاوخوا اویا سندرې د افغانستان په رادیو ټلوېزیون کې ثبت کړې دي.
د رحیم غمزده اکثره سندرې محلي او کلیوالي دي او ځینو سندرو ته یې په خپله کمپوزونه او شعرونه جوړ کړي دي.
رحیم غمزده، سره له دې چې د وخت ناوړو شرایطو په کلونو کلونو د هنر له ډګره محروم کړ، خو ټول ټال یې شپېته کاله د افغانستان موسیقۍ ته خدمت کړی، مګر تر دې زیات ورسره ژوند بقا ونه کړه او د ٧٥ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له كبله ومړ.
نوموړي د ليندۍ په ٢٥ مه د جلال اباد په صحت عامې روغتون کې ساه ورکړه.
د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا رئيس ډاکټر باز محمد شېرزاد په وينا، غمزده له تېرو درېيو کلونو راهيسې د مرۍ د سرطان ناروغي درلوده.
د اطلاعاتو کلتور وزارت د دغه افغان سابقه لرونكي ستوري په مړينه، د هغه له مينه والو سره خواخوږي وښوده او د ده مرګ يې د موسيقۍ په ډګر كې لويه ضايعه وبلله.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاكټر سيد مخدوم رهين ارواښاد غمزده د افغاني موسيقۍ يوه نه هېرېدونكې څېره وبلله: (( رحيم غمزده د افغاني موسيقۍ د ودې لپاره څو لسيزې نه هېرېدونكي خدمتونه كړي چې د ده ياد به تل ژوندى ساتي.))
د افغانستان د هنرمندانو د اتحاديې رئيس حيات الله ګرديزي له كليد سره په خپلو خبرو كې د ارواښاد غمزده مړينه يوه نه جبرانېدونكې ضاېعه وبلله.
ګرديزي وويل: ((رحيم غمزده سربېره پر دې چې يو ښه سندرغاړى و، يو شاعر، كمپوزيتور او د غوره اخلاقو لرونكى انسان و چې ګڼ شمېر شاګردان يې روزلي دي.))
ګرديزي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او رسنيو څخه ګيله وكړه چې د غمزده د ناروغۍ پر مهال يې نه د هغه پوښتنه وكړه او نه يې د درملنې لپاره د هنرمندانو د اتحاديې غوښتنه ومنله: (( څو ځله مو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه وغوښتل چې د نوموړي د درملنې لپاره هند ته د تللو امكانات برابر كړي.))
همداراز د افغانستان د هنرمندانو ټولنې وياند محمد ايوب فضلي وويل چې ((رحيم غمزده له شپېتو کلونو راهيسې د ملي راډيو ټلوېزيون د موسيقۍ او هنر د څانګې همکار پاتې شوى و.))
د غمزده درې زامن هم سندرغاړي دي. د نوموړي جنازه پخپله پلرنۍ هديره، خوګياڼو کې خاورو ته وسپارل شوه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ