د هند خبري رسنيو راپور ورکړى، چې د دې هېواد په ختيزه برخه کې د دوو اورګاډو د ټکر په پېښه کې شاوخوا پنځوس تنه مړه او بې شمېره ټپيان دي.
د هند خبري رسنيو راپور ورکړى، چې د دې هېواد په ختيزه برخه کې د دوو اورګاډو د ټکر په پېښه کې شاوخوا پنځوس تنه مړه او بې شمېره ټپيان دي.
دا ټکر نن سهار وختي د کلکتې ښار په ۲۰۰ کيلومترۍ کې د سېنتيا په سټېشن کې وشو.
هندي تلويزيونو د هغو خلکو تصويرونه ښکاره کړل چې له اورګاډي څخه يې د ټپي شوېو کسانو د را اېستلو هڅه کوله.
د راپورونو له مخې تر دا مهاله د اوو تنو مړي راويستل شوي او د نورو هڅه روانه ده.
پېښه كې ټپي شوي، وګړي دامهال په روغتونونو كې بېستر شوي، چې د يو شمېر هغو روغتيايي حالت نازك بلل شوى دى.
تر اوسه د دغه ټګر لامل نه دى په ډاګه شوى، خو ويل كېږي، چې د ناسمې اشارې د وركولو له امله دغه پېښه شوې.
په هندوستان كې د اورګاډو د ټكر پېښې عامې دي، په تېرو دوو مياشتو كې هم په هندوستان كې ورته پېښې شوې وې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ