ads

د يوګنډا د بريدونو پړه الشباب ډلې پر غاړه واخېسته

د يوګنډا په پايتخت كمپالا كې د يكشنبې د ورځې ځانمرګو بريدونو پړه، چې نږدې ۷۴ تنه پكې وژل شوي وو، د صوماليې سخت دريځې ډلې الشباب پر غاړه واخېسته.     د يوګنډا په پايتخت كمپالا كې د يكشنبې د ورځې د ځانمرګو بريدونو پړه، چې نږدې ۷۴ تنه پكې وژل شوي وو، د […]

نویسنده: The Killid Group
22 چنګاښ 1389

د يوګنډا په پايتخت كمپالا كې د يكشنبې د ورځې ځانمرګو بريدونو پړه، چې نږدې ۷۴ تنه پكې وژل شوي وو، د صوماليې سخت دريځې ډلې الشباب پر غاړه واخېسته.

 

 

د يوګنډا په پايتخت كمپالا كې د يكشنبې د ورځې د ځانمرګو بريدونو پړه، چې نږدې ۷۴ تنه پكې وژل شوي وو، د صوماليې سخت دريځې ډلې الشباب پر غاړه واخېسته.

دغه دوه بريدونه، په دوو بېلابېلو هوټلونو كې، هغه مهال وشوې، چې خلك پكې د فوټبال سيالۍ د پاى لوبې ليدو ته راټول شوي وو.

له مګاديشو څخه په خپرې شوې، اعلاميه كې د الشباب ډلې وياند شيخ علي احمد راګي د نورو بريدونو اختار هم وركړ او يوګنډا او برنډي غږ وكړ، كه دوى له صوماليا څخه د افريقايي اتحاديې پوځ ونه ويست، نو دوى به خپل بريدونه لا ډېر كړي، چې دا ځل بريد به د برنډي په پايتخت بجومبورا كې وي.

په صوماليا كې دا مهال د افريقايي اتحاديې ۵۰۰۰ سرتيري مېشت دي، چې د وانكارو پر وړاندې جنګېږي.

د يكشنبې د ورځې بريدونو كې د وژل شويو له ډلې ۷ هغه يې بهرنيان وو.

د يوګنډا د كورنيو چارو وزير رسنيو ته ويلي، چې د بريد په ځاى كې يې د يوه صوماليايي وګړي سر موندلى، چې ښايي ځانمرګى به وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA