د يوګنډا پايتخت کمپالا تېره شپه بمي چاودونو ولړزاوه، په دې بريدونو کې هغه دوه رستورانتونه په نښه شوي وو، چې په دواړو کې خلکو د فوټبال د نړېوال جام د فاينل مسابقه په تلويزيون باندې کتله.
د يوګنډا پايتخت کمپالا تېره شپه بمي چاودونو ولړزاوه، په دې بريدونو کې هغه دوه رستورانتونه په نښه شوي وو، چې په دواړو کې خلکو د فوټبال د نړېوال جام د فاينل مسابقه په تلويزيون باندې کتله.
وروستې راپورونه وايي، په دې پېښه کې د يوه امريکايي او نورو بهرنيانو په ګډون له شپېتو زيات کسان وژل شوي دي.
پوليس شک لري، چې ښايي له القاعده شبکې سره تړلې د سوماليا الشباب نومې وسله واله ډله به په دې بريد کې لاس لري.
د سپينې ماڼۍ وياند تامي ويترو وويل، امريکا د يوګندا له حکومت سره هرراز ضروري مرستې ته چمتو ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ