ads

جنرال مك كرېسټال تقاعد غواړي

امريكايي چارواكو ويلي، چې جنرال سټينلي مك كرېسټال له پوځ څخه د تقاعد غوښتنه كړې. جنرال مك كرېسټال په افغانستان كې د امريكې اوناټو ځواكونو قومانده په لاس كې لارله او وروسته تر هغې له خپلې دندې ګوښه شو،     امريكايي چارواكو ويلي، چې جنرال سټينلي مك كرېسټال له پوځ څخه د تقاعد غوښتنه […]

نویسنده: The Killid Group
8 چنګاښ 1389

امريكايي چارواكو ويلي، چې جنرال سټينلي مك كرېسټال له پوځ څخه د تقاعد غوښتنه كړې.

جنرال مك كرېسټال په افغانستان كې د امريكې اوناټو ځواكونو قومانده په لاس كې لارله او وروسته تر هغې له خپلې دندې ګوښه شو،

 

 

امريكايي چارواكو ويلي، چې جنرال سټينلي مك كرېسټال له پوځ څخه د تقاعد غوښتنه كړې.

جنرال مك كرېسټال په افغانستان كې د امريكې اوناټو ځواكونو قومانده په لاس كې لارله او وروسته تر هغې له خپلې دندې ګوښه شو، چې د امريكې په جمهور رئيس او نورو لوړپوړو چارواكو يې سختې نيوكې وكړې.

د امريكايي پوځ يوه وياند توماس كالينزويلي، چې جنرال مك كرېسټال ويلي، چې غواړي تقاعد واخلي.

نوموړي زياته كړې، چې تر دې دمه مك كرېسټال رسماً دغه غوښتنه نه ده كړې او دا هم لا روښانه نه ده، چې دى به څه وخت پوځي دنده پرېږدي.

دغه  ۵۵ كلن جنرال سټيلي مك كرېسټال په ۱۹۷۶كال كې په پوځ كې د دويم بريد من په توګه شامل شو او دېرش كاله يې دغه دنده تر سره كړه او د جنرالۍ مقام يې خپل كړ.

جنرال مك كرېسټال رولنګ سټون مجلې ته په وركړي مضمون كې پر اوباما، د امريكې په نورو لوړپوړو چارواكو او په افغانستان كې د امريكې پر سفير سختې نيوكې كړې وې، چې له امله يې له دندې ګوښه شو.

د جنرال مك كرېسټال له ګوښه كېدو وروسته جنرال پيټريوس د نوموړي دنده وسپارل شوه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA